د دايکندي د پوهنې رياست مسوولان وايي، د کورونا ويروس د خپرېدو له زياتېدو سره هم مهاله په دې ولايت کې له ۲۷۰۰ ډېرو ښوونکيو د کورونا ويروس پر ضد د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړی دی.
د ياد ولايت د پوهنې رييس رحمتالله سیرت سلاموطندار ته وايي، ياد شمېر ښوونکي په ۱۰ ولسواليو کې ښوونځيو ته ځي او د دې ولسواليو زدهکوونکيو او اوسېدونکيو ته د کورونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه معلومات ورکوي.
تر اوسه پورې ياد شمېر ښوونکيو له ۷۰ زرو ډېرو کسانو ته د کورونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه معلومات ورکړي.
ياد ښوونکي وايي، د دوی دغه کمپاين کور په کور دی او هڅه کوي د دايکندي د لرې پرتو سيمو ټول اوسېدونکي له دغو معلوماتو خبر شي.
د دغو ښوونکيو له ډلې شېرزاد نومی وايي، هغه کليو ته چې دوی تللي خلکو يې د کورونا په اړه کم معلومات درلودل.
دغه ښوونکي وايي، که څه هم د دوی دغه کار د سيمو د خلکو له ګرم هرکلي سره مخ شوی؛ خو په لرې پرتو سيمو کې د روغتيايي توکيو کموالی يې لويه ستونزه ده.
په ورته وخت کې د دایکندي د عامې روغتيا رياست رييس اسحاقعلي درمان وايي، د دولتي او نادولتي بنسټونو له لوري يې په ټول ولايت کې د کورونا په اړه عامه پوهاوی کړی او خلک يې په پوره کچه معلومات لري.
نوموړی که څه د ښوونکيو له لوري دغه کمپاين ګټور بولي؛ خو وايي چې د دې ولايت ټول اوسېدونکي بايد ټولنيزه فاصله او د روغتياپالانو لارښوونې عملي کړي.
د دایکندي د عامې روغتيا رياست د شمېرو له مخې په دې ولايت کې تر اوسه پورې ۱۶ کسان پر کورونا ويروس اخته شوي چې له دې ډلې ۷ يې ښه شوي او یو کس مړ شوی دی.