د ولسمشر دویم مرستیال محمدسرور دانش ټاکنې د دولت جوړونې بنسټیز اصل ګڼي او وايي چې دا پروسه باید دوام وکړي، پیاوړې شي او ان د سولې په څېر مهمه موضوع یې هم د درېدو لامل نهشي.
دانش چې نن په ارګ کې د عبدالعلي مزاري د څلېرویشتم تلین په نمانځغونډه کې خبرې کولې وویل، هغه سیاستوال د ټاکنو پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکوي چې د خپلو مقطعيي ګټو په لټه کې دي او دا یو سطحي فکر دی.
نوموړی وايي، که د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنې د سولې په بهانه و نهشي، په هېواد کې به د دولتجوړونې پروسه په ټپه ودرېږي او هغه مهال باید د تلپاتې سولې او هېڅ ډول ثبات تمه و نهکړو.
د دانش په وینا، حکومت هڅه کوي چې د ولسمشرۍ ټاکنې پر خپل وخت وکړي؛ ځکه دا د افغانانو غوښتنه ده او هېڅ موضوع یې باید د غوښتنې د عملي کېدو په وړاندې خنډ وګرځي، کهنه یو ځل بیا به شا ته وګرځو او د تېرو ۱۸ کلونو لاستهراوړنې به له لاسه ورکړو.
په همدې حال کې ولسمشر محمداشرف غني هم د قانون له مخې، د ټاکنو کول حتمي او اړین وبلل.
اړوند مطالب:
غني: ټاکنې د تلپاتې سولې لپاره حیاتي دي
ولسمشریزې ټاکنې په خپل وخت کېږي
ولسمشر غني وویل، اوس د سولې خبرې اترې په یوه تاوده بحث بدلې شوي او «د سولې لپاره تیاری تازه نهدی پیل شوی. د ملي یووالي حکومت له لوري یوه دوامداره مشورتي پروسه لامل شوه چې دغه مهم پړاو ته ورسېدو.»
بلهخوا اجرایوي رییس عبدالله عبدالله هم پر خپل وخت د ټاکنو پر کولو د ټینګار ترڅنګ وویل، تلپاتې او باعزته سوله د ټاکنو له پامه غورځولو او ترې د ناوړې ګټې اخیستو په مانا نهده.
د نوموړي په وینا، د سولې په اړه له هر ډول فرصته باید ګټه واخیستل شي او «ویل کېږي چې طالبانو هوکړه کړې چې نور به د ترهګرو ډلو ملاتړ نهکوي او نه به ورسره اړیکې ساتي. که همداسې وي؛ نو د افغانستان یوه برخه ستونزې حلېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو د استازیو ترمنځ په دوحه کې د سولې د پنځم پړاو خبرې اترې له پنځلسو ورځو وروسته پرون پای ته ورسېدې.
په یاده غونډه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او دا چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي، د دوو طرحو پر جوړولو هوکړه شوې ده.
د ملي یووالي حکومت مشرانو او یو شمېر سیاستوالو په یاده غونډه کې د عبدالعلي مزاري کړنې وستایلې.