د تېرې سه شنبې په ورځ د نړیوال ۲۰ اوریز جام سیاليو غوراوي پړاو کې د افغانستان او هانګ کانګ ترمنځ لوبه تر سره شوه چې اوس پرې د کرکټ نړیوالې شورا په دې سیالۍ کې د درغلۍ شک کړی
ایسپین کرک انفو د کرکټ د سیاليو معبترې رسنۍ په خپل تازه راپور کې کاږلي چې د هانګ کانګ او افغانستان ترمنځ لوبه کې د درغلۍ نښې نښانې موندل شوي دي.
سرچينې دکرکټ دنړیوالې شورا څخه د ترلاسه کړو معلوماتو پر اساس لیکلي چې په دې سیالۍ کې د درغلۍ شکونه راپورته شوي دي.
دغه شل اوریزه سیالي چې لومړی توپ وهنه افغانستان وکړه په ۲۰ اورونو کې یې ۱۶۱ منډې جوړې کړې چې هانګ کانګ په ورستي توپ د ۵ لوبغاړو په سوزېدو دغه هدف تر لاسه کړ.
په دې سیالۍ کې په بریا سره هانک کانګ د ۲۰۱۶ نړیوال شل اوریز جام غړیتوب تر لاسه کړ او افغانستان یو بل چانس هم په دې سیالیو کې د ګډون له لاسه ورکړ.
کرک انفو د کرکټ نړیوالې شورا په حواله لیکي چې د افغانستان او هانک ګانګ ترمنځ سیالۍ کې ځنې داسې نښې موندل شوي چې د طبعي لوبې برخه نه ده او دا ګمان کيږي چې دغه سیالۍ کې به په پټه درغلي شوي وي.
د همدې له پاره به اوس د کرکټ نړیوالې شورا د فساد پر ضد څانګه په دې اړه پلټنې پیلوي. او که د درغلۍ یا بډې اخیستو نښې نښانې وموندل شي نو دواړه لوبډلې به د سختې سزا سره مخ شي.
له هانګ کانګ څخه د لوبې په بیلات په افغانستان کې هم د افغان کرکټ په اړه توند غبرګونونه راپورته شوي او په ټولنیزو رسنيو کې پر افغان کرکټ بورډ کلکې نیوکې پیل شوي دي
تر اوسه افغان کرکټ بورډ په دې سیالۍ کې د درغلې د خبر رد په اړه څه نه دي ویلي.