داعش وسله والو د سره صلیب دوه یرغملي کارکوونکي له قوش تپه ولسوالۍ د جوزجان درزاب ولسوالۍ ته وړي دي.
د قوش تپې ولسوالۍ له ترکمن قدق کلي یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته وویل، چې داعش ډلې د سره صلیب دوه یرغمل شوي کارکوونکي د قوش تپې ولسوالۍ چمقمه چقور کلي څخه د درزاب ولسوالۍ چکانه کلي ته لېږدولي دي.
د دې سرچینې په خبره، اوسمهال د داعش ډلې د سره صلیب کارکوونکیو په اړه غونډه نیولې؛ خو معلومه نه ده، چې دغه یرغملي به کومې سیمې ته ولېږدوي.
له بل لوري سیمهییز چارواکي وايي، چې د سره صلیب دغو یرغمل شویو کارکوونکیو د خلاصون په اړه د دوی هڅې جاري دي.
د جوزجان والي لطفالله عزیزي په یوې ځانګړې مرکه کې سلاموطندار ته وویل، چې د سره صلیب دغو دوو کارکوونکیو د موندلو او خلاصون په پار یې د امنیتي ځواکونو او قومي مشرانو په همغږۍ هڅې پیل کړې دي.
د جوزجان والي ټینګار کوي، که له دې لارې بریالی نه شي؛ په قوش تپې ولسوالۍ کې به د داعش ډلې په خلاف پوځي عملیات وکړي.
دغه راز د پېښې پلټنو لهپاره له کابله د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست څخه یو ګډ پلاوی هم ورغلی دی.
د پلاوي مشري د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د پلټنو رییس تورن جنرال ابوالفضل کوي.
دوی به دا معلومه کړي، چې د سره صلیب د وژل شویو او دوو یرغمل شویو کارکوونکیو په اړه کومو چارواکیو بېغوري کړې ده.
په ورته وخت کې د جوزجان ولایت یو شمېر خلک په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فعالیتونو درولو په اړه اندېښنه ښيي، وايي، په دې کار سره به د طبیعي پېښو قربانیان زیان وویني.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د سره صلیب کاروونکیو په قوش تپې ولسوالۍ کې د وروستیو واورو او اورښتونو د زیانمنو کسانو سره په مرسته کولو بوخت وو، چې د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا د دې کمېتې ۶ کارکوونکي ووژل شول او ۲ نور یې یرغمل ونیول.
تر اوسه پورې د سره صلیب پر کاروونکیو د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی اخیستی؛ خو سیمهییزو چارواکیو د دې برید مسوولیت په داعش ډلې اچولی.