د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع سلام وطندار ته وویل، چې تېره ورځ (دوشنبې) له داعش سره نویو یوځای شویو کسانو د دې ولایت د برکي بغلان ولسوالۍ په تنګي سیمې کې ۱۸ تنه په دې تور په درو وهلي دي، چې له امنیتي ځواکونو سره یې خپلوۍ کړې دي.
شجاعي زیاتوي، چې دا ۱۸ تنه درې ورځې مخکې د داعش وسله والو له خوا اسیران شوي وو او وروسته له وهلو، بېرته خوشې شوې دي.
د بغلان امنیتي مسوولان وايي، چې په څوو وروستیو میاشتو کې د جندالله ډلې ډېر وسله وال له طالبانو سره له اختلافاتو وروسته له داعش سره یوځای شوي او د برکي بغلان ولسوالۍ نه یې د دولت پر ضد فعالیتونه پیل کړي دي.