راپورنه وايي چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش هڅې پیل کړي، چې په امریکا کې د ۱۱ سپتمبر ته ورته پېښې تکرار کړي.
د ۲۰۰۱ زېږدېز کال د سپتمبر په ۱۱ نیټه القاعده ډلې په امریکا لوی برید وکړ، چې لوړپوړیزه ودانۍ په کې ونړېده او نږدې ۳ زره امریکایي او د نورو هېوادونو وګړي په کې ووژل شول.
همدا ډول په همدې نېټه د امريکا په دفاع وزارت هم برید وشو.
همدا ډول په همدې نیټه دامرکا په دفاع وزارت هم برید وشو.
پر انټرنیټ د ترهګریزو ډلو د کړنو څارنې ټولنې موندلې، چې د داعش ډلې ملاتړو د امریکا په خلاف پر انټرنیټ کمپاین پیل کړی دی.
په دغه کمپاین کې ویل کيږي، چې (موږ به یو ځل بیا په امریکا اور پورې کړو.)
د داعش پورې تړلي د انټرنیټ کاروونکي په ټولنیزو رسنيو کې د ۱۱ سپتمبر او په لویدیځ کې د نورو ترهګریزو بریدونو یادونه کوي او امریکا ته ګواښ کوي چې امریکا به په قراره پرېنږدي.
په انټرنیټ د ترهګریزو کړنو څارونکې ټولنه وايي، چې تر اوسه په دغه کمپاین کې شاوخوا ۱۵زره وګړو برخه اخیستې او د دې کمپاین برخوال شوي دي.