د سرپُل ولایت سلګونه کورنۍ کډه کولو ته مجبورې شوې دي. دغه کورنۍ چې د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ ته کډه شوې دي؛ وايي، چې د داعشيانو او طالبانو له خوا له دولت سره په همکارۍ له خپلو کورونو ویستل شوې دي.
د دې کورنیو پر وینا، داعشیانو او طالبانو ورته ویلي، که چېرې بېرته خپلو کورونو ته د تګ نیت وکړي؛ «وبه وژل شي». د دوی په خبره، د حکومت د نه پاملرنې له امله له انساني ناورین سره مخېدونکي دي.
د جوزجان ولایت د درزاب ولسوال رحمت الله حشر وايي، چې داعش د سرپُل ولایت د صیاد ولسوالۍ له شاتوت سیمې نه ۲۵۰ کورنۍ له حکومت سره په همکارۍ له خپلو کورونو شړلې.
حشر هم وايي، که چېرې حکومت له دې کورنیو سره مرسته ونه کړي؛ له انساني ناورین سره به مخ شي.
د سرپُل د والي ویاند ذبیح الله اماني هم امن ولسوالیو ته د دې کورنیو تګ تاییدوي او وايي، چې په صیاد ولسوالۍ کې د داعشیانو او طالبانو د ځپلو په پار د «نوید ۲۳» په نوم عملیات پیل شوې دي.
سرپُل په شمال کې یو ناامنه ولایت دی، چې په دې وروستیو کې ترې د طالبانو یا د داعشیانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکول کېږي.