د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په دېوهګل دره کې ولسي خلک او ځايي پاڅونوال وايي، وروسته له هغې چې تېره ورځ د دوی په سیمه کې د داعشیانو، پاڅونوالو او ګډو حکومتي ځواکونو تر منځ ۹ ساعته جګړه وشوه؛ له نن سهار راهیسې داعشیانو په چمبېل سیمه کې د دوی د کورونو په سوځولو لاس پورې کړیدی.
د دوی په خبره، تر اوسه یې ۸ کورونه سوځولي او د ملامزید بابا په سیمه کې غونډې کوي چې د نورو کورو په سوځولو هم شروع وکړي.
د ځايي چارواکیو ویلي چې تر اوسه د دغو جګړو له امله له ۲ سوو ډېرې کورنۍ بېځایه شوي؛ خو سیمه کې بیا ولسي خلک وايي چې د چمبېل د ۹ کلیو سلګونه کورنیو د جګړو له امله په یوازې سر وتلي او خپله ټوله هستي او دارايي پرېاېښي ده.
دوی وايي، که سیمه کې یې د حکومت له لوري د داعشیانو د ځپنې په پار قوي عملیات ونهشي؛ نو حالت به یې له دې هم بدتر شي.
ولسي پاڅونوال هم وايي، حکومت ورته د وسلو او مهماتو د ورکړې ژمنه کړېوه؛ خو تر اوسه په خپله ژمنه کې پاتې راغلي دي.
بلخوا د کونړ امنیه قومندان پاسوال جمعهګل همت دېوهګل دره کې سلام وطندار ته وویل، د دوی ټول قوتونه د داعشیانو خلاف په کلکه خپل سنګرونه ساتي او تر اوسه داعشیانو په چمبېل سیمه کې هېڅ کور نهدی سوځولی.
دی وايي چې په سیمه کې د پاڅونوالو پوستې شته او تردامهاله له هغه ځایه د داعشیانو له لوري د دا ډول کار په اړه اطلاع نهلري.
که څه هم اوس په دېوهګل دره کې حالت په نسبي ډول ښه شوي؛ خو وخت ناوخت د دواړو لوریو تر منځ ډزیو تبادله او هوايي بریدونه کېږي.
د کونړ چارواکي وايي، په څوکۍ ولسوالۍ کې د جګړې له امله د بېځایه شویو کورنیو سروې پیل شوې او ډېر ژر به بېړنۍ مرستې ور ورسوي.
داعشیانو تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
تېره ورځ سهار وختي داعشیانو د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په دېوهګل دره کې د ولسي پاڅونوالو پر پوستو بریدونه وکړل چې له امله یې د ګډو حکومتي ځواکونو او داعشیانو تر منځ ۹ ساعته جګړه وشوه او له امله یې ۵ سرتېري او ۲۰ داعشیانو وژل شوي، ۱۵ سرتېري او ۲۰ داعشیان ټپيان شويدي.