د سرپل امنیه قوماندان عبدالقیو باقيزوی سلام وطندار ته وویل چې د دې ولایت د صیاد ولسوالۍ په «اجیرم» کلي کې د طالبانو په مېلمستون ځانمرګی برید شوی چې د ۳ قومي مشرانو په ګډون پهکې ۱۵ تنه ملکیان او ۷ تنه طالبان وژل شوي.
د سرپل امنیه قوماندان دا هم وویل چې دا ځانمرګی برید د فاتحې پهداسې مراسمو کې شوی چې لوړپوړي طالبقوماندان او قوميمشران ورغلي وو.
ده همداراز وویل چې ګڼ شمېر ملکي او طالب ټپيان د محلي امکاناتو نه په ګټنې کلینیکونو ته انتقال شوي؛ خو کره شمېر یې نهدی معلوم.
یوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط وايي، پهدې پېښه کې ۲۷ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي چې ډېر یې ملکیان دي.
امینتي ځواکونه وايي، دا برید داعشیانو کړی چې اوس هم د طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښته روانه ده.