داجرايوي رییس لومړی مرستیال او ۱۱ مشاورين

دحکومت داجرايوي ريیس د لومړي مرستیال په وړاندیز ۱۱ مشاورين ورته وټاکل شول.

په سیاسي او نړیوالو اړیکو کې ډاکټر محمد ظاهر عزیز، په کلتوري او ټولنیزو چارو کې ډاکټر محمد حليم تنوير، په حقوقي او پارلماني چارو کې عبدالجبار شلګری، په دیني چارو کې قاضي نجی الله او محمد رضا، په فرهنګي او رسنیزو چارو کې ډاکټر صفی الله، په امنیتي چارو کې عبدالمنان، دقومونو او قبایلو چارو کې ډاکټر سیف الله او محمد سرور ذاکري، دحکومتوالۍ برخه کې عبدالصبور توحیدي او انکشافي او اقتصادي برخه کې اسدالله دحکومت د اجرايوي ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله په حکم د مشاروینو په توګه مقرر کړل شوي دي.

ددې مشاورینو له ډلې به دوه تنه ښاغلی قاضي نجی الله او ښاغلی محمد رضا د دیني چارو دمشاوریت پر چوکۍ ګډه دنده ترسره کوي.

 همدا ډول دفرهنګي او تولنیزو او فرهنګي او رسنیزو چارو کې د مشاوریت توپیر نه دی په ډاګه شوی.

خو په داسې حال کې چې تر اوسه د اجرايوي ريیس واکونه او صلاحیتونه ځانګړي او قانوني شوي نه دي ددې چوکۍ لومړي مرستیال له پاره ۱۱ مشاورين یې ټاکلي دي.

داجرايوي رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل سلام وطندار سره په خبرو کې ددې مشاورينو د ګمارنې په اړه وویل، "ددې مشاورينو ګمارنه د وړتیا، تجربې او پوهې له مخې شوې ده."

خو په همدې حال کې دولسي جرګې غړي عارف رحماني سلام وطندار ته ویل: "دغه حکومت د سیاسې هوکړې له مخې جوړ شوی او ټولې ګمارنې او مقرریانې دهمدې سیاسي هوکړې له مخې کيږي."

هغه زیاته کړه تر اوسه د اجرايوي رييس مرستیالۍ چوکۍ په اړه حقوقي تعریف نه دی وضع شوی.

له دې وړاندې ولسمشراو اجرايوي رییس هم دځان له پاره په بېلا بېلو برخو کې په مافوق الرتبه بستونو باندې مشاورين ګمارلي و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام