خونړۍ شنبې؛ د هغه کوچني کیسه چې درې میاشتې‌نی یتم شو

د کابل شنبې خونړي برید د قربانیانو له ډلې یو هم محمد عیسی دی. هغه د خپل یوازېني ۳ میاشتې‌ني زوی مخ ونه لید. د محمد عیسی خپلوان وايي، عیسی د کورنۍ یوازېنی ګټیالی و.

خپلوان یې وايي، عیسی په ۵ کلنۍ کې یتم او په روزنتون کې لوی شوی و.

دی له ښوونځي تر فارغېدو وروسته، د لوړو زده‌کړو له‌پاره هند ته ولاړ، خو د اقتصادي ستونزو له‌امله یې زده‌کړې نیمګړې پرېښودې او کابل ته راغی چې خپل ژوند سمبال کړي.

ماما یې عبدالشکور کیسه کوي، عیسی د خپل ماشومتوب دوره د یتمۍ په سیوري کې تېره کړه او په سختو اقتصادي شرایطو کې یې واده وکړ؛ بلاخره ماشوم یې هم د پلار په برخلیک اخته شو.

نوموړی هغه مهال د شنبې ورځې په خونړي برید کې قرباني شو، چې کورنیو چارو وزارت ته د کارموندۍ په‌پاره ورغلی و.

د محمد عیسی یو ملګری چې د غمرازي له‌پاره د هغوی کورنۍ ته ورغلی و، وایي محمد عیسی ډېر د غربت ژوند درلوده او په دې وروستیو کې یې هڅه کوله کار پیداکړي.

په کابل کې د شنبې ورځې قربانیانو ځینې خپلوان، لاهم د خپلو عزیزانو په مړو پسې ګرځي او تراوسه د هغوی په اړه هېڅ معلومات نه لري. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام