خوست کې نامعلومو کسانو د یو زده‌کوونکي ژبه غوڅه کړې

د نظام‌الدین دا عکس له پېښې مخکې اخېستل شوی‌دی

پرون د خوست مرکز متون ګلزار اکا سیمه کې نامعلومو کسانو د اووم ټولګي زده‌کوونکي څخه چې د ازموینو له‌پاره د خپل کلي تر څنګ یوې غونډۍ باندې په مطالعې بوخت و؛ په بېخ کې ژبه پرې کړې.

دغه زده‌کوونکی نظام‌الدین نومېږي، ۱۳ کاله عمر لري او په خوست کې د پو هاند عبدالحی حبیبي لېسې اووم ټولګي کې زده‌کړې کوي.

  نظام‌الدین چې ژبه یې غوڅه شوې؛ خبرې نه‌شي کولی او نه یې هم تر اوسه د پېښې په تړاو په اشارو کې څه ویلي دي.

د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر بینا سلام وطندار سره په اړیکه کې پېښه تاییدوي؛ خو وایي چې کشفي ارګانونه د پېښې په لټه کې دي او تر اوسه یې په تړاو څوک نه‌دي نیولي.

خو د سیمې اوسېدونکیو په وینا، د دې ماشوم کورنۍ شخصي دوښمنۍ لري او یو ځل پخوا هم د سړي تښتوونکیو له‌خوا تښتول شوی‌و چې بیا د پولیسو لاس په مرسته راخوشې شو.

ګلزار اکا خوست ښار ته په څو کیلومترۍ کې نږدې پرته سیمه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام