خوست کې د ۴ ملکیانو د وژل‌کېدو په غبرګون کې لاریون وشو

د خوست ولایت نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ ځېنې اوسېدونکي وایي چې د دې ولسوالۍ په زېړي کلي کې نن سهار شاوخوا څلور بجې د امریکایانو تر قوماندې لاندې د «کمپاین» په نوم د ځايي ځواکونو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي‌دي.
د دې کورنۍ په غړیو کې دوه نارینه، یوه ښځینه او یوه ماشومه وژل شوې‌ده.

له‌دې پېښې وروسته د سیمې سلګونو اوسېدونکیو تر نن مازدیګره د پراخ لاریون په ترڅ کې د خوست ـ کابل لویه لاره تړلې وه.

لاریونوالو چې د کوتکونو او تیږو ګوزارونه یې کول؛ پر سړک د موټرو ټایرونو ته اور واچولو او د پولیسو د تالاشي یوه پوسته یې هم له نړولو وروسته وسوځوله.

دوو لاریونوالو ډاکټر عبدالحکیم او معلم یعقوب وویل، تر هغې به د خوست – کابل تر منځ لویه لار تړلې وي چې د پېښې عاملانو ته سزا نه‌وي ورکړل‌شوي.

ښاغلي عبدالحکیم زیاته کړه، دې ځواکونو په عملیاتو کې په یوه ښځه اول لاسونه وتړل، بیا یې په چاکوګانو ووهله او د نورې کورنۍ د وژلو ترڅنګ یې د هغوی کور ته اور واچولو. د ده په خبره، دغو ځواکونو له‌دې مخکې هم ورته پېښې کړي او دا ځل یې لا ۴ تنه له ځان سره ژوندي هم وړي دي.

د دغه ستر لاریون په ترڅ کې د پولیسو او لاریونوالو تر منځ اخ‌وډب کې یو لاریونوال او یو پولیس هم ټپيان شوي‌دي.

د خوست ځای‌ناستی امنیه قوماندان عبدالحنان ځدراڼ سلام وطندار سره په اړیکه کې وویل چې د پېښې څېړنې په موخه ولایتي ادارې پلاوی لېږلی او له څېړنې وروسته به نیول شوي څلور کسان بېرته خوشي شي.

ده د ۴ وژل شویو ملکیانو په اړه څه ونه ویل.

په خوست کې د کمپاین په نوم ځايي ځواکونه وخت‌ناوخت په‌خپلو ځانګړیو عملیاتو کې ملکي کسانو ته مرګ‌و ژوبله اړوي.

  څه موده مخکې هم د خوست علی‌شېرو او تريزویو ولسوالۍ کې د کمپاین ځواکونو د یوې کورنۍ ۷ کسان وژلي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام