په خوست ښار کې څه باندې ۱۰۰ کسانو د ولسي جرګې د لومړي نایب همایون همایون پر ضد لاریون وشو.
د همایون همایون او حاجي حکیم په نوم یو شخص ترمنځ د خوست ښار ختیځه څنډه کې د یوې نمرې ځمکې پر سر له پخوا راهیسې لانجې روانې دي؛ خو په وروستیو کې پرې همایون د ودانولو کار پیل کړیدی.
د لانجې په دوام نن سهار شاوخوا لس بجې د ښکېلو لورو ترمنځ لومړی فزیکي شخړه رامنځته شوې او وروسته ډزې شوېدي.
لاریونوالو وایي، د همایون وسلهوالو د دوی پر خپلوانو ډزې کړي چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او ۵ نور ټپیان شویدي.
د وژل شوي شخص ورور او لاریونوال حاجي حکیم چې د ولسي جرګې لومړي نایب په لانجمنې نومرې کې وسلهوال شخص کېنولی چې د دوی له ورتګ سره یې پر دوی ډزې کړي، ورور یې ور وژلی او ۵ تنه نور یې ټپيان کړيدي.
د پېښې شاهدان وایي، د حاجي حکیم کسانو سره کوتک او تیږې لاسونو کې وې چې د همایون کسانو پرې ډزې وکړې.
د خوست د والي ویاند طالب منګل یاده پېښه مني؛ خو وايي چې په پېښه کې ۳ تنه ټپيان شوي او نور جزیات به له څېړنو او پلټنو وروسته له رسنیو سره شریک شي.
خوست ته د ولسمشر اشرف غني په حکم د قومي شخړې حل په موخه یو پلاوی تللی وو چې د پلاوي په غونډې کې د ننني وژل شخص ورور حاجي حکیم هم د خپلې لانجې په اړه شکایت کړیو.
ومو غوښتل د دې پېښې په اړه د همایون همایون نظر هم واخلو؛ خو هغه له څه ویلو ډډه وکړه.