د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی وايي، اوس د وسلې د پرېښودو، د تاوتريخوالي درولو او د سولې منلو وخت را رسېدلى دی.
خلیلزاد پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، د خبرو په پرانېسته کې مې طالبانو ته په ټينگه وويل چې افغانان د دوى خويندې او وروڼه دي او هغوی د دې جگړې ختمېدل غواړي.
هغه په خپلو تازه څرگندونو کې سولې ته د رسېدو لپاره څلور مسایل د امريکايي ځواکونو وتل، د ترهگرۍ ضد ډاډگېرنې، د افغانانو خپلمنځي ناسته او يوه هراړخيز اوربند ته د رسېدو لپاره د تاوتريخوالي کمېدل ياد کړي دي.
نوموړی زیاتوي، د سولې خبرو په تازه پيل شوي پړاو کې يې طالبانو ته په ټينگه د تاوتريخوالي د درولو ويلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه په قطر کې د طالبانو له استازیو سره د خبرو شپږم پړاو خبرې پیل کړې دي.