خلیلزاد په افغانستان کې د درې ورځني اوربند هرکلی وکړ

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اختر په درې ورځو کې د اوربند کولو هرکلی کړی دی.

نوموړي په یوه ټویټ کې دا سولې ته د رسېدو لپاره یو ښه فرصت ګڼلی او ټینګار یې کړی چې دا فرصت باید له لاسه ونه وځي. هغه ویلي چې امریکا به له دې پروسې سره د مرستې په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.

خلیلزاد له حکومت او طالبانو غوښتي چې د سولې هوکړه‌لیک کې له ژمنو سره سم پاتې بندیان هم خوشې، د تاوتریخوالي کچه کمه او د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره نوې نېټه وټاکي.

ناټو هم د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه سازمان په افغانستان کې اوږدمهاله امنیت ته ژمن دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له ټولو لوریو غوښتي چې سولې ته د رسېدو لپاره له دغه فرصت نه ګټه واخلي.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د درې ورځني اوربند هرکلی کړی دی.

په کابل کې د کاناډا سفیر ډېوېډ متکالف هم په خپل اختریز پیغام کې هیله ښودلې چې د اختر ورځې به د افغانانو د ارامۍ، د تاوتریخوالي کموالي او اوږدمهال اوربند د کېدو لپاره یو ښه فرصت وګرځي.

نوموړي له افغان سیاستوالو هم غوښتي چې د سولې او ثبات په ګډون د افغانانو د اوږدمهاله ګټو لپاره کار وکړي او دغه هدف ته د رسېدو او له کورونا سره د مبارزې په برخه کې یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

طالبانو بېګاه د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړ او ور پسې ولسمشر محمداشرف غني هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ چې دوی هم پر طالبانو خپل بریدونه ودروي او د اختر په درې ورځو کې اوربند وکړي.

د ملي مصالحې شورا رییس عبدالله عبدالله هم د طالبانو له لوري د اوربند هرکلی کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام