خلیلزاد: د تاوتریخوالي لوړه کچه امریکا ته د منلو نه ده

د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په کتو، د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په یوه غونډه کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي له ډېروالي نه ناخوښ دی.

نوموړي پرون په یوه غونډه کې چې د امریکا د سولې انسټېټیوټ له لوري جوړه شوې وه ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو نه ده. په دې ویډیويي غونډه کې د افغانستان، ازبکستان او قزاقستان سفیرانو هم ګډون کړی و.

د هغه په وینا، که څه هم په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی، خو د تېر کال په پرتله سږ کال د امنیتي ځواکونو او ملکیانو مرګ‌ژوبله کمه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت شورا په وروستۍ میاشت کې د تاوتریخوالي زیاتوالي او ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی. د ملي امنیت شورا دفتر پرون وویل چې په منځنۍ کچه هره ورځ په هېواد کې ۱۶ ملکیان وژل کېږي.

زلمي خلیلزاد په یاده غونډه کې هیله‌مندي ښودلې چې د بین‌الافغاني خبرواترو له پیل سره به تاوتریخوالی هم کم شي.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني په یاده غونډه کې د سولې له پروسې نه د منځنۍ اسیا د ملاتړ غوښتنه وکړه.

په واشنګټن کې د ازبکستان سفیر جولان وکاوبوف ویلي چې د سولې اړوند هڅې باید د خلکو هغه حقونه چې د افغانستان په اساسي قانون او نړیوالو قوانینو کې تضمین شوي، له لاسه ورکړل شي.

په واشنګټن کې د قزاقستان سفیر بیا د بین‌الافغاني خبرواترو د کوربه‌توب په اړه د دغه هېواد د چمتووالی خبر ورکړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام