
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د حکومت او طالبانو له لوري د بندیانو خوشې کولو هرکلی کړی دی. نوموړي سولې ته د رسېدو او د تاوتریخوالي کمولو لپاره دا یو مهم ګام بللی دی.
خلیلزاد نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې دواړه لوري باید د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک موخو ته د رسېدو پروسه چټکه کړي. هغه د کورونا خپرېدل په بندخونو کې د بندیانو لپاره یو ګواښ بللی او ویلي یې دي چې د بندیانو خوشې کولو پروسه باید ژر بشپړه شي.
طالبانو پرون اعلان وکړ چې ۲۰ افغان سرتېري یې خوشې کړي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ویلي و چې یاد بندیان یې په کندهار ولایت کې د سره صلیب ادارې ته سپارلي دي.
دغه بندیان په داسې حال کې خوشې شول چې افغان حکومت هم له ۳۰۰ ډېر طالب بندیان له بګرام زندانه خوشې کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې حکومت د ولسمشر د فرمان له مخې، تر اوسه ۳۶۱ طالب بندیان خوشې کړي دي.
نوموړي لیکلي چې د ولسمشر د فرمان له مخې به د طالب بندیانو خوشې کولو بهیر دوام وکړي او د سولې هڅو او د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزې په موخه به ۱۵۰۰ طالبان خوشې کړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک له مخې باید ۵ زره طالب بندیان د حکومت له بندخونو خلاص شي او طالبان به هم ۱۰۰۰ امنیتي سرتېري را خوشې کړي.
ټاکل شوې چې د دواړو لوریو د بندیانو له تبادلې وروسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شي.





