د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر افغان سولې د بحث لپاره پاکستان ته رسېدلی دی.
پاکستاني سرچینو رسنیو ته ویلي چې ټاکل شوې خلیلزاد د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکيو سره د افغان سولې پر بهیر وغږېږي.
خو خپله زلمي خلیلزاد او د پاکستان حکومت د نوموړي د سفر په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
خليلزاد تېره اوونۍ د بلجيم بروکسل ته لاړ او له ناټو سره يې د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه معومات شريک کړل.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نېکولاسکي ويلي وو چې د افغان سولې په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د دې سازمان په وروستۍ غونډه کې ګډون کړی حضور درلود.
د نېکولاسکي په وينا، زلمي خليلزاد له طالبانو سره د وروستيو خبرو اترو په اړه ټول موارد ناټو ته وړاندې کړل او دې سازمان يو ځل بيا د سولې له هڅو خپل ملاتړ اعلان کړ.