د پاکستان په اسلاماباد کې د امریکا سفارت په خپره شوې اعلاميه کې ويلي چې افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مشر سکاټ مېلر پاکستان ته تللي او د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره یې د افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي.
اعلاميه زياتوي چې دا ليدنه نن شوې او د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه یو ځل بیا افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د هڅو د ملاتړ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې د افغان شخړې د سوله ییز حل په چاره کې د پرمختګ لپاره به لاس په کار شي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد ته له سفر وړاندې زلمي خلیلزاد او سکاټ مېلر د دوشبنې پر ورځ قطر کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر له استازيو سره هم کتلي وو.
قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي چې دواړو لوريو د افغانستان د سولې د ولاړې پروسې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې پر عملي کېدو خبرې وکړې.