د ماليې وزیر اکلیل حکيمي له لوري د یو شمېر خبریالانو پوښتنې نه ځوابول د دې لامل شو، چې خبریالان هم په یو لاس د ماليې وزارت غونډه تحریم کړي.
په ماليې وزارت کې نن پنجشنبه (جنوري۷مه) د "شفافو عوایدو د بسیاینې پر لوري یوګام" تر نامه لاندې یوه غونډه رابللې وه.
که څه هم غونډې تر ډیره بریده تشریفاتي بڼه درلوده او د مالیې وزارت کار کوونکوته ډالۍ ورکول کېدې، خو د خبریالانو یوسوال ته هم د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ځواب ور نه کړ.
خبریالانو پر مالیې وزارت نیوکه وکړه، چې غونډې ته یې په ۹ بجو راغوښتي، خو غونډه شاخوا لس نیمې بجې پيل شوه.
د غونډې وروسته د مالیې وزیر اکلیل حکمي ته خبریالان په وار وار ورغلل چې د دوی پښتنې، ځواب کړي، خو وزیر د خپلو کار کوونکو سره پر یاد ګاري انځور اخیستلو سخت بوخت ؤ او خبریالانوته یې وویل، چې وروسته به یې پوښتنې ځواب کړي.
خبریالان تر یو ساعته انتظار وروسته دا په ډاګه شوه چې مالیې وزیر د خبریالانوپوښتنو ته ځواب نه وايي.
د شفیق محمدي په نوم یو تن خبریال سلام وطندار ته وویل، چې له کنفرانس وروسته په ګمرکونو کې د فساد په اړه دوی زیات سوالونه لرل، خو وزیر يې پوښتنې نه دي ځواب کړي.
معروفه ذکي یو بل تن خبریاله وايي، چې د مالیې وزارت نننۍ غونډه تشریفاتي وه کوم خبري فاکټ یې نه لرلو، نو دوی د خبري موضوع د پېدا کولو له پاره غوښتل له وزیر څخه ځينې سوالونه وکړي.
خبریالان یوازې پر مالیې وزارت نیوکه نه لري، بلکې یوشمیر نور حکومتي چارواکي او ادارې هم له خبریالانو سره ناسم چلند برسېره مالومات نه شریکوي.
تمیم د یک ټلویزیون خبریال په دې اړه وايي، چې په اکثرو دولتي بنسټونو کې خبریالان ستونزې لري، ځکه په وینا يې خبریالان غونډو ته ورغواړي، خو په یو یا دوه ساعته ځنډ سره یې پروګرام شروع کوي.
د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا " نی" رېیس مجیب خلوتګروايي، دولتي چارواکي مجبور او مکلف دي، چې خبریالانوته مالومات پر وخت ورکړي او دغه د خبریالانو حق دی.
خلوتګر د مالیې وزارت د نننۍ چلند ناقانونه او د څيړلو غوښتنه یې کوي.
خلوتګر وايي، چې د پروګرامونو تحریم د خبریالانو ستونزې نه شي هوارولی، بلکې باید خبریالان سره په ګډه ددې ډول کړنو پر وړاندې لازم اقدام وکړي.
هڅه مو وکړه، چې د خبریالانو د ستونزو په اړه د ارګ مطبوعاتو سره هم اړیکه ونیسو، خو د بیا بیا اړیکو سره و نه توانېدو.