خبرداری؛ که کابلیان مصرف زیات کړي نو پرچاوي به ۱۲ ساعته شي

د برېښنا شرکت مسولین وايي، کابل ښاریان په ژمي کې د قوي برېښناييز وسایلو ګټه اخیستل د دې لامل شوی چې د بریښنا پرچوي په ۲۴ ساعتونو کې ۸ ساعته شي.

د برېښنا شرکت مسولینو پرخبره، که چېرې کابل ښاریان د برېښنا په لګښت کې هیله او صرفه ونه کړي ښايي د بریښنا پرچوي ۱۲ ساعتونو ته لوړه شي.

هر کال د ژمي میاشتې پر پېلېدو سره د برېښنا نشتون له امله د پلازمینې اوسیدونکو ژوند له سختیو سره مخ کیږي، چې کله ناکله يي شکایتونه هم په دې اړه راپورته کیږي.

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي سلام وطندارته وویل، اوس‌مهال کابل ښار کې برېښنا په ۲۴ ساعتونوکې ۸ ساعته پرچوي لري، خو کله چې هېواد وال د بریښنا په لګښت کې صرفه او هیله ونه کړي ښايي دغه پرچوي ۱۲ ساعتونو ته لوړه شي.

د توحیدي پروینا، د ژمي سړې هوا په را رسېدو سره د کابل ښار برېښنا لګښت ۵۰۰ میګاواټو ته رسیږي په داسې حال کې، چې برېښنا شرکت د ۳۵۰ میګاواټه بریښنا ویشلو ظرفیت لري.

نوموړي وویل: " که هوا سړه شي د برقي بخاریو او نورو برقي وسایلو ګټه اخیستل ډير شي ښايي ۵۰ سلنه پرچاوي ډیره شي اوس موږ په یوه شپه او ورځ کې ۸ ساعته پرچاوي لرو ښايي دغه پرچاوي ۱۲ ساعتونو ته لوړه شي".

د بریښنا شرکت ویاند وايي، په نږدې راتلونکې کې به د بریښنا نوبتي نوملړ هم خپور شي او ټينګار کوي، چې د برېښنا په ویش کې به هېڅ ډول بې عدالتي نه کیږي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونو ویاند صیام الدین پسرلي سلام وطندار ته وویل، د برېښنا پرچاوي پر اقتصاي چارو منفي اغېز پرېښی او زیات شمېر ماشینونه، فابریکې له کار لوېدلې دي چې ډيری مالي زیانونه به ولري.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند وایي، ترهغه چې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه هواره نه شي پانګه‌وال به د خپلو فابریکو تړولو ته اړکړي، چې پر دې سره به هېواد کې لوی اقتصادي زیانونه رامنځته کړي.

په ډاګه دې وي، چې افغانستان د تولیدي بریښنا له زیاتو سرچینو څخه برخمن دی او د ګټې اخیستلو ډيری بریښنا له منځنۍ اسیا هېوادونو څخه را واردوي، خو بیاهم د هېواد والو ستونزې نه دي حل شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام