خالد: حکومت د هغې سولې ملاتړ کوي چې پوځ په‌کې وساتل شي

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد د طالبانو له بنده د ۵۳ کسانو د خوشې کېدو په اړه جوړې شوې خبري غونډه کې وویل، د ترهګرو پر پټن‌ځایونو د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو د دولت د وسله‌والو مخالفانو روحیه کمزورې کړې ده.

د نوموړي په وینا، د دغو عملیاتو دوام په سیاسي راکړه‌ورکړه کې د بدلون لامل شي او حکومت د هغې سولې ملاتړ کوي چې په هغې کې د ملي پوځ ځواکونه وساتل شي.

خالد له افغان ځواکونو غواړي چې د دوښمن په ناسمو تبلیغاتو و نه غولېږي او له هېواد نه د دفاع په برخه کې خپله دنده او مسوولیت ترسره کړي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي، سیاستوال باید د امنیتي او دفاعي ځواکونو، په ځانګړې توګه د پوځ په چارو کې لاسوهنه وکړي او یاد ځواکونه دې هم په سیاسي چارو کې له لاسوهنې ځان وساتي.

اړوند مطالب:

د اسدالله خالد په وینا، خوشې شوي کسان له ۱۰ نه تر ۲۴ میاشتو د طالبانو په بندخونه کې وو چې په‌دې موده کې یې ډېرې شکنجې لیدلې او زغملې دي.

دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو دوه ورځې وړاندې د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالي کې د ځانګړیو عملیاتو پر مهال، ۵۳ کسان چې په هغو کې ۳۲ د ملي اردو سرتېري، ۸ ملکیان، ۴ ملي پولیس، ۴ سیمه‌ییز پولیس، ۴ د کومانډو ځواکونه او یو هم د ملي امنیت سرتېری و، د طالبانو له بنده را خوشې کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام