د کليو بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي، چې ډېر ژر به په پنځوو ولایتونو هرات، بامیان، بادغیس، غور او فراه کې د کار موندنې دغه ملي پروګرام پيل کړي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه (جون ۱۵مه) په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د راتلونکي اوونۍ د پېل سره سم به د سولې له پاره د کار موندنې د دغه ملي پرواګرام دویمه برخه هم پېل شي.
د ویلو ده، چې د دغه پروګرام لومړۍ مرحله شپږمیاشتې وړاندې د جدي په میاشت کې په ۱۲ ولایتونوکې پیل شوې وه.
د کليو بیا رغونې او پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي غونډې ته وویل، چې د کار موندنې دغه پروګرام راتلونکې شنبې رسماً په پنځو ولایتونو کې پيل شي.
رستمي وايي، د کار موندنې په دې ملي پروګرام کې ۱۵۰۰ پروژې، چې د سرکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو، د اوبولګولو کانالونو جوړول، بیارغول او حفظ مراقبت شامل دي.
نوموړی وايي، چې دایټالیا په ۶۹۵ میلیونو افغانیو په لګښت دغه پروګرام د ملي پیوستون له لارې پلی کیږي.
د رستمي پر وینا، ددې پروګرام لومړۍ مرحله په ۱۲ ولایتونوکې له کومې امنیتي ستونزې پرته عملي کړې او زیاتوي، چې د امنیتي او اقلیمي وضعې ته په کتو برسېره دغه پروګرام په هغو ولایتونو کې لومړی پیلیږي، چې د وزګارتیا کچه پکې لوړه وي.
د کلیو او پراختیا وزارت چارواکي په اوسنیو وختونو کې د کار موندنې دغه ملي پرګرام پر اقتصادي برخه خورا اغیزمن بولي او زیاتوي، چې په راتلونکو میاشتو کې ټولو ولایتونو ته پراخوالی ومومي.
د سولې له پاره د کار موندنې ملي پروګرام لومړۍ مرحله، چې شپږمیاشتې وړاندې پيل شوی د اسیايي بانک په ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۴۰۰۰ پروژو په پلي کېدوسره ۲۳۵ زرو کسانو ته لنډ مهاله د کار زمینه برابره کړې وه.
بل خوا غونډې ته د ټولګټې وزارت ویاند مهدي روحاني وویل، چې دغه وزارت په ټول هېواد کې ۲۴ زره کیلومتره سرک تر حفظ مراقبت لاندې نیولی دی.
د روحاني پر وینا، د ټولګټو وزارت هم سږکال په بیلا بیلو برخوکې ۷۰ د کارموندنې ځینې پروژې ترلاس لاندې لري، خو زیاتوي چې په هلمند، پکتیا او بغلان ولایتونو کې ځينې سرکونو رغونې له امنیتي ستونزو سره مخ دي.