ټاکل شوې وه د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د چنګاښ میاشتې پر۲۹مه نېټه وشي، خو اوس یادې تاکنې د تلې میاشتې شپږمې نېټې ته وځنډول شوې.
د افغانستان اساسي قانون د ۶۱مې مادې پر بنسټ له ټاکنو وروسته د غبرګولي پر لومړۍ نېټه د ولسمشر دنده پای ته رسېږي.
ځینې حقوقپوهان باوري دي چې له غبرګولي میاشتې وروسته د اوسني ولسمشر د کار دوام حقوقي مشروعیت نهلري او د واک تشه به رامنځته شي.
حقوقپوه وحید فرزهیي سلاموطندار ته وویل، د ملي یووالي حکومت د ټاکنو بهیر انحصار او حکومت پر دېکتاتوري بدل شوی دی.
د دغه حقوقپوه په وینا، له غبرګولي میاشتې وروسته له قانوني اړخه د واک تشه رامنځته کېږي او د اساسي قانون د ۶۸مې مادې پر بنسټ باید واک لنډمهالی حکومت ته وسپارل شي:
خو یو بل حقوقپوه کبیر رنجبر باوري دی چې له غبرګولي میاشتې وروسته د واک تشه نه رامنځته کېږي.
اړوند مطالب:
ولسمشريزې ټاکنې د میزان پر ۶مه نېټه کېږي
ایټوا: د ښو ټاکنو لپاره دې د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډېږي
د رنجبر په وینا، د ولسمشر محمداشرف غني واک تر هغې قانوني مشروعیت لري چې نوي ولسمشر د وفاداري لوړه نه وي کړې.
رنجبر زیاتوي، څرنګه چې په اساسي قانون کې د ولسمشر د کار پای په تړاو تشه شته؛ نو ځکه خو د اساسي قانون د روح په حکم د ولسمشر د کار دوام مشروعیت لري.
حقوقپوه کبیر رنجبر زیاتوي، د سیاسي او امنیتي لاملونو له مخې، د اساسي قانون ۶۱مه ماده په پخواني او اوسني حکومت کې نه ده پلې شوې.
د ټاکنو کمېسیون له لوري د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډېدو له اعلان وروسته، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ولسمشرۍ په ټاکنو کې درې میاشتنی ځنډ د اساسي قانون ښکاره نقض وباله.
د یاد کمېسیون د خبرپاڼې له مخې، د ولسمشر د کار دوام سږکال د غبرګولي میاشتې پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمداشرف غني هم په مزارشریف کې ښار کې د نوي کال په اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل، په ولسمشرۍ ټاکنو کې بیاځنډ ورته د منلو نهدی.