«حکومت د ۲۰۱۶ کال د بروکسل کنفرانس ژمنې نه‌دي عملي کړي»

د ژنیو کنفرانس ته غوره شويو مدني فعالانو نن کابل کې خبري غونډې ته وویل چې افغان حکومت داسې مهال په ژنیو کنفرانس کې ګډون کوي چې د ۲۰۱۶ کال د بروکسل کنفرانس ژمنې یې نه‌دي عملي کړي.

دوی ادعا کوي چې د ملي یووالي حکومت د قانون پلي کولو د اداري فساد پرضد مبارزه، د بې‌وزلۍ کمولو، د ټاکنو روڼتیا او امنیت ټینګښت کې پاتې راغلی دی.

د ژنیو کنفرانس ته غوره شوی مدني فعال محمدنعیم ایوب‌زاده وایي، د مدني بنسټونو موندنې ښیي چې حکومت له نړۍوالې ټولنې سره کړې ژمنې نه‌دي پوره کړي.

 دی وایي، بې‌وزلي، وزګارتیا او ناامنۍ زیاتې او وطنوالو ته معیاري خدمتونه نه‌دي برابر شوي.

د ژنیو کنفرانس ته د مدني فعالانو تلونکي پلاوي پرېکړه‌لیک کې راغلي چې د ۳۴ ولایتونو مدني فعالان د جګړې پای‌ ته رسېدل غواړي. 

د پرېکړه‌لیک یوه برخه کې راغلي، ښه حکومتوالي، سمون او په ټاکنو کې رڼښت، له فساد سره مبارزه، د سیاسي ټیکاو له‌پاره د سمون ستراتېژي پراختیا او د افغانستان کورنیو سرچینو په‌واسطه اقتصادي وده او بوختیا رامنځته کېدل له دولت او نړۍوالې ټولنې د مدني فعالانو غوښتنې دي.

مدني بنسټونه د دولت پر کړنو د څار په موخه له نړۍوالو د ملاتړ غوښتونکي دي او دغه بنسټونه په ژنیو کنفرانس کې د ولس خپلواک غږ دی.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي سلام وطندار ته وویل حکومت په ټولو برخو کې لاسته‌راوړنې لري په تېره د قانون سمون او د فساد ضد مبارزه کې یې د پام‌وړ پرمختګ کړی‌دی.

د ده په خبره، دا ستر پرمختګ دی چې نږدې ۴۰۰ قوانین له سره کتل شوي او سم شوي او د فساد ضد مبازه کې ۱۵ زره لوړ پوړیو چارواکیو خپلې شتمنۍ ثبت کړې‌دي.      

د ژنیو کنفرانس ته د غوره شویو مدني فعالانو په وینا، د وطنوالو نظرونو راټولولو په موخه یې په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۱۷۰ مدني مدني بنسټونو سره خبرې کړې‌دي.

ټاکل شوې، د روانې نومبر پر ۲۷ او ۲۸ نېټه د سویس په ژنیو ښار کې د افغانستان په اړه نړۍوال کنفرانس جوړ شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام