د هلمند موسی کلا او نوزاد هغه شمالي ولسوالۍ دي، چې په سټراټیژیک او اقتصادي لحاظ د وسله والو له پاره خورا ګټورې تمامې شوې دي.
د دې ولسوالیو اکثره سیمو نه وسله والو طالبانو په عایداتي توګه له برېشنا او کوکنارو له کښتونو نه میلیونونه ډالر ګټې ترلاسه کړي دي.
په یاده ولسوالۍ کې یوازې سلګونه سرتېرې د دې ولسوالۍ په روشن ټاور سیمه کې پر یوه لویه تپه د یو نیم ډز له پاره پراته وو.
ویل کېږي، چې له همدې تپې نه تېره شپه ټوله ټوله افغان ملي اردو راووتله او سیمه یې وسله والو طالبانو ته ورپرېښودله.
موسی کلا کې له څو کلونو جګړو سره – سره په دې ولسوالیو کې له ۷۰۰ زیات افغان ځواکونه وژل شوي.
د هلمند والي هم مني، چې یاد ولسوالي یې طالبانو ته ورپرېښې ده، خو وايي، چې هر وخت وغواړي، دغه ولسوالي بېرته نیولی شي.
د هلمند والي میرزاخان رحیمي سلام وطندر ته وویل، چې د دې ولایت له نوزاد او موسی کلا ولسوالیو نه یې په تکتیکي توګه شاتګ کړی او له دواړو ولسوالیو نه یې خپل سرتېرې ویستي دي.
والي وايي ديوشميرنورو سيمولپاره پلان لري ترڅو خوندي يي وساتي هغه وايي يادي دواړي ولسوالي يي په بشپړه توګه پري ايښي دي. پر وینا یې، پلان لري، چې د دې ولایت یو شمېر نورې سیمې په سمه توګه خوندي وساتي.
رحیمي هغه ګونګسي ردوي، چې طالبانو خپل ټول مرکزونه د دې ولایت شمالي ولسوالیو ته انتقال کړی دي. ده وویل، ولسمشر غني پرېکړه کړې، چې سوله راشي، خو د سولې د راوستلو په موخه به هېڅکله د هېواد ګټې قرباني نه کړي او نه به هم د هېواد کومه برخه وسله والو ته ور پرېږدي.
په ورته وخت کې د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي وسله والو طالبانو ورته ویلي، چې دولت به موسی کلا، سنګین، نوزاد، کجکي او باغران ولسوالۍ طالبانو ته ورکړي له همدې ولسوالیو نه به د یوې معاملې پر سر د هلمند پر شمالي ولسوالیو بریدونه وکړي.
د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی شاولي خان وايي، اورېدلي یې دي، چې وسله والو طالبانو ته په هلمند کې د بیارغونې او د سولې پروسې سره د یوځایوالي په پار ۱۰۰ میلیونه ډالر ورکول شوي دي.
ده وویل، دولت غواړي د طالبانو له بانفوذه سیمې نه خپل ځواکونه وباسي او هغه طالبانو ته پرېږدي.
د موسی کلا بل اوسېدونکی عزت الله وايي، له طالبانو نه یې اورېدلي دي، چې وسله وال طالبان به د کویټې شورا هم دې ولسوالیو ته رانتقال کړي او له همدې ځایه به د سولې خبرې جاري کړي.
د عزت الله پر وینا، که دولت دا ولسوالۍ طالبانو ته پرېږدي؛ نو هلمند به له یوې لویې بدبختۍ سره مخ کړي.
عزت الله وايي: «زه نه پوهېږم، چې د ټولې قولې اردو سره – سره موږ يوه ولسوالي هم نه شو ژغورلی او دا معلومه خبره ده، چې دولت ناکامه دی، ولايت به هم سقوط وکړي.»
افغان ځواکونو د هلمند شمالي ولسوالۍ په داسې مهال پرېږدي، چې د دې ولایت په جنوبي ولسواليو کط یوازې پر درېیو ولسوالیو باندې بشپړ حاکمتی لري او ویل کېږيو چې د جنوبي ولسوالیو په شمېر سیمو کې طالبانو خپل خوځښتونه د تېرو کلونو په پرتله څو چنده ګړندي کړي دي.
موسی کلا ولسوالي له تېرو ۸ کلونو راهیسې د افغان دولت په ولکه کې وه، خو د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې د جنورۍ پر ۳مه نېټه ولسوالو طالبانو پر دغې ولسوالۍ سخت بریدونه وکړل، چې د لسګونو افغان ځواکونو له وژل کېدلو او د لسګونو له ټپي کېدلو وروسته افغان ځواکونو نن غه ولسوالي طالبانو ته ورپرېښودل شوې.