په دې وروستیو څو میاشتو کې په پلازمېنه کابل کې ځېنې رسنیز فعالان، د سیاسي چارو شنونکي، سوداګر او لوبغاړي په هدفي ډول ترورشوي دي.
په وروستۍ تازه پېښه کې د ۱۳مې امنیتي حوزې په سیمه کې ناپېژادو وسله والو په یو کافي شاپ کې د ملي اردو دوه سرتېري ووژل.
له دې پېښې مخکې د سیاسي چارو شنونکي احمد سعیدي، یو تن سوداګر حمزه یې، د بخدي خبري اژانس رییس سالم وحدت او د اسیا خصوصي تلویزیون رییس امان الله عطایي د وژلو هڅه شوې وه.
په هرات ولایت د کابل په څېر هدفي وژنې اوږده مخینه لري.
په دغه ولایت کې د هرې دورې له پیل سره سم زیات شمېر سیاسي او ټولنیزې څېرې، د ملي اردو، ملي پولیسو او د ملي امنیت سرتېري او افسران د هدفي وژنو په پایله کې وژل شوي او یا ژور ټپيان شوي دي.
د هرات ولایت په ښار او ولسواليو کې تېره اونۍ ۲۰ تنه ترور شوي دي، چې زیات شمېر یې د ترور په له امله وژل شوي دي.
د نظامي چارو شنونکی جاوید کوهساني د هدفي وژنو په اړه وايي، چې ترهګریزې شبکې د هېواد په لویو ښارونو کې د اشخاصو د ترورولو په وسیله عامه ذهنونو کې وېره خپروي او د حکومت او ولس تر منځ د بې باورۍ واټن رامنځته کوي.
د کوهستاني پر باور، په لویو ښارونو کې د هدفي وژنو له امله ترهګریزې شبکې د خلکو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې، ولس پر حکومت بې باوره کوي او د بې نظمۍ فضا ایجادوي.
دی وايي، چې حکومت دې په ښارونو کې د هدفي وژنو مخنیوي له پاره په پلان کار وکړي، زیاتوي، چې که دغه ډول وژنې داوم وکړی؛ د افغانستان ثبات او امنیت له پاره به ناوړې پایلې ولري.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې په تېرو څو کلونو کې په پرتله په کابل ښار کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي.
دانش وايي، چې امنیتي او کشفي بنسټونه د هدفي وژنو دوسیې په جدي ډول څېړي او تر اوسه پورې یې د لسو ټولنیزو او سیاسي څېرو د وژلو مخه نیولې ده.
دغه وروستي ترورونه په خلکو کې د ناقانونه وسلو وېش، پېر او پلور او په ځانکړي ډول د ځېنې دولتي کسانو له خوا د ناقانونه وسلو وېشل د ترورونو سره بې اړیکې نه دي.
دغه ترورونه د ترهګریزو شبکو له زیات وخت د موټر سایکل سپور له لوري تر سره کېږي، چې په ځېنو برخو کې له مقناطیسې بمونو د دولتي موټر له پاره یې کاروي.