حکمتیار: په اساسي قانون کې ملاحظات شته

له افغان‌حکومت سره سوله کوونکي اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وویل، که څه هم دوی له حکومت سره د سولې په تړون کې د افغانستان د اساسي قانون یادونه نه‌ده کړې، خو پر وینا يې دی او پلویان يې د سولې له‌پاره اساسي قانون منلی دی.

هغه زیاته کړه، ځینې هغه کسان چې نه غواړي سوله راشي تبلیغات کوي، چې د اساسي قانون په اړه ستر معاهدات لرو،

حال دا چې معاهده کې د اساسي قانون یادونه نه ده شوې.

د حزب اسلامي امیر وویل، د اساسي قانون دویمه ماده دوی ته کفایت کوي چې وايي: "افغانستان کې به هېڅ قانون له اسلام سره په ټکر کې نه وي. "

نوموړي وویل، له ادبي او حقوقي اړخه د هېواد د اساسي قانون ملاحظات لري، چې لویې جرګې ته باید وړاندې شي. د هغه پر خبره، حزب يې د "اسلامي اساسي قانون" په نوم اساسي قانون جوړ کړی، چې پارلماني نظام بدل شي او ټول واکونه ولسمشر ته ولېږدول شي.

حکمتیار زیاته کړه، چې هوډ لري، په افغانستان کې دغه بدمرغه جګړه، چې ټول قربانیان یې افغانان دي پای ته ورسوي.

د حزب اسلامي مشر وویل، هغو کورنیو او بهرنیو لورو ته، چې د جنګ پر دوام پانګونه کوي، خپلې ګټې د جنګ له دوام سره غوټه کوي همدارنګه خپل ملي مصالح د افغانستان جګړه کې لټوي د لاسوهنې مخنیوی يې وکړو.

همدارنګه هغه له افغان لوړ پوړو مشرانو او چارواکو وغوښتل، چې خپلې کورنۍ افغانستان ته راولي او خپل‌منځي اختلافات د یو شخص په استعفا کولو پای ته ورسوي.

له بل لوري ولسمشر غني هم په خپله وینا کې وویل، پخوا خلکو د حکومت او حزب تر منځ د هوکړې پر بریالیتوب شک څرګندوه، خو پر وینا يې اوس د بریالیتوب مرحلې ته ورسیده.

ولسمشر وویل، اوس افغانان د تېرو دوو لسیزو پرتله بدل شوي او ټول ولس سوله غواړي.

هغه دا هم وویل، چې حکومت او حزب اسلامي پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شوي او له حزب اسلامي سره به د هوکړې ټولې مادې د هېواد د قوانینو په رڼا کې عملي شي.

د حزب اسلامي امیر دا هم وویل، چې د طالبانو له نیکو اهدافو دفاع کوي او را دې شي د سولې له پروسې سره دې يوځای شي.

اشرف غني زیاته کړه، چې افغانان د هغو استخباراتي کړیو ښکار دي، چې نه غواړي دغه هېواد ته ثبات راستون شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، هغه ډلې چې د ځینولاملونو له کبله ناراضه دي، تل له حکومت او افغانانو سره د سولې خبرې کولی شي.

نوموړي زیاته کړه: "طالبانو ته وایم، ایا د حکمتیار په څېر ظرفیت لرئ، چې له خپل حکومت او خلکو سره سوله او خبرې وکړئ؟ اصلاً ستاسې مشر څوک دی او چېرې دی. له ویجاړۍ او وژنو پرته بل پروګرام لرئ، کتابونه مو لیکلي او تالیفات لرئ؟ که مشري لرئ نو خلکو ته وښيئ او جګړې ته د پای ټکی کېږدئ او د حکمتیار صاحب خبره ومنئ."

د ویلو ده، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان ختیځ ولایت جلال‌اباد ښار نه کابل ته تر رسېدا وروسته د پنجشنبې په ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د حکومت پخوانی دویم مرستیال کریم خلیلي، محمد یونس قانوني، د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي او نورو افغان چارواکو سره راڅرګند شو.

د ویلو ده، چې له جلال اباد نه پلازمېنې کابل ته د ګلبدین حکمتیار د تلو له‌پاره ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي و او د نوموړي له لېږدوونکي لوی کاروان سره د افغان امنیتي ځواکونو ګاډي او چورلکې هم ملې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام