حکمتیار: راتلونکی ولسمشر باید دېکتاتور نه وي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، راتلونکی ولسمشر باید دېکتاتور نه وي.

نوموړي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې وویل، یو مسوول ولسمشر غواړي، نه داسې څوک چې د امریکا په زور واک ته رسېدلی وي او که امریکایان یې سبا و نه‌ غواړي، دولت یې د نړۍ په کچه فاسد هېواد یاد او په تور نوملړ کې شامل شي.

د حکمتیار په وینا، راتلونکی ولسمشر باید دېکتاتور نه وي؛ هغه څوک چې ګوندونو تر ارګه رسولی وي، خو وروسته بیا هر کاره شي او خپلې ټولې ژمنې هېرې کړي.

ګلبدین حکمتیار وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو له پیله یاده پروسه له فساد، بډو اخیستو او پراخو درغليو ډکه وه او همدا لامل دی چې سیاسي ګوندونه او بهیرونه د ټاکنیز نظام بدلون او اصلاح غواړي.

د نوموړي په وینا، د ټاکنو پروسه باید تضمین شي چې د تېرو هغو په څېر نه‌ده او کومې ټاکنې چې په لوی لاس کمېسیونو مهندسي کړي، ورته د منلو نه‌دي.

ګلبدین حکمتیار په راتلونکي حکومت کې د اجرایوي ریاست لغوه کېدو ته په اشارې وايي، ګوند به یې له هغې ټاکنیزې ډلې ملاتړ وکړي چې په عملي تګلاره کې یې د یاد ریاست له‌پاره ځای نه وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام