
د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار کابل کې د خبري غونډې پرمهال وویل، د حزب بنسټګر دی، له نوم نیولې تر اساسنامې، لیدلوري او ټولو چار یې ده بنسټ اېښی او دغه ارزښتونه هېڅ کومې ډلې ته د لېږد وړ نه دي او هېڅوک یې د مالکیت ادعاد نه شي کولی.
د ښاغلي حکمتیار دغه څرګندونې داسې حال کې مطرح کېږي، چې څه موده مخکې د عبدالهادي ارغندیوال په مشري حزب اسلامي په یوې خبرپاڼه کې ویلي و په عدلیې وزارت کې دغه ګوند د ده په نوم ثبت دی؛ که حکمتیار غواړي سیاسي فعالیت وکړي باید په بل نوم ګوند جوړ کړي.
د ګلبدین او ارغندیوال ترمنځ ننګونې هغه مهال راپورته شوې، چې حکمتیار له حزب اسلامي ځنې د اجرایوي ریاست د لومړي مرستیال انجینیر محمد خان، د عدلیې وزیر بصیر انور او د عبدالهادي ارغندیوال غړیتوب لغوه کړ.

بلخوا، حکمتیار طالبانو ته د یوشمېر ولایتونو ورکړې په تړاو د راپورونو په رد وايي، خبرې یې تحریف شوي دي.
د حزب اسلامي مشر په وینا، هغه څه چې دی یې غواړي عملي شي، د طالبانو لهپاره د امن سیمو رامنځ ته کول دي ترڅو له هوايي بریدونو او تعقیب نه په امن وي.
له دې سربېره ښاغلي حکمتیار د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په رڼښت ټینګار کوي. وايي، د رایو ورکړې مرکزونه باید په عادلانه ډول رامنځته شي او په شرایطو برابر وګړي په ازاد ډول ونډه واخلي.





