د میدان وردګو ولایت د جلریز پېښې د څېړونو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري ټاکل شوی د حقیقت موندونې کمېسیون په دې پېښه کې ۶ تنه امنیتي مسولین تورن ګڼلي دي.
دغه کمېسیون، چې نن (اګسټ په ۲۹ مه) یې خپلې پلټنې له رسنیو سره شریکې کولې وویل، چې د میدان وردګو ولایت ۶ تنو امنیتي مسولینو د سیمه ییزو پولیسو د وژلو په مخنیوي کې بې غوري کړې ده.
دا معلومات په داسې حال کې د حقیقت موندونې کمېسیون له خوا له رسنیو سره شریکیږي، چې د روان کال د چنګاښ میاشتې پر ۱۲مه د وسله والو طالبانو له لوري په جلریز کې له شلو زیات ولسي پولیس ووژل شول.
د دغه کمېسیون غړیو له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په جګړه کې د طالبانو له خوا محاصره شویو امنیتي ځواکونو ته مرسته نه رسول او د امنیتي ځواکونو په منځ کې نه همغږي د سیمه ییزو پولیسو د وژل کېدو اصلي لامل دی.
د دغه کمېسیون رییس محمد یوسف پشتون زیاتوي، چې سیمه ییزو پولیسو په لږو تجهیزاتو سره د طالبانو پر خلاف ۳۲ ساعته جګړه کړې وه او په دومره وخت کې په جګړه کې کلابند شویو سرتېرو ته مرسته نه وه رسېدلې او په پایله کې یې ۲۴ تنه سیمه ییز پولیس ووژل شول.
د دې راپور په یوه برخه کې راغلي وو، چې ملي امنیت ۴ ځلې د میدان وردګو ولایت امنیتي مسولینو ته راپور وکړی و، چې طالبان د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو د برید هوډ لري، خو امنیتي مسولینو یې په اړه بې غوري کړې وه او د ملي امنیت خبرداري ته یې پام نه و کړی.
د دغې کمېسیون غړیو وویل، چې د ۶ تورنو کسانو نومونه یې د راپور سره یواځې ولسمشرۍ ماڼۍ ته لیږلي دي او ډېر ژر به د تورونو کسانو دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته ولیږل شي.
په همدې حال کې د میدان وردګو ولایتي شورا رییس احمد جعفر او د حقیقت موندونکي کمېسیون غړي په دې اړه رسنیو ته وویل، چې د جلریز د پېښې په اړه یې ډېر موارد پیدا کړي دي.
د جلریز له پېښې څو ورځې وروسته د سیمو خلکو له ځينو رسنيو سره په خبرو کې ویلي و، چې د دغو محلي پولیسو اړیکې له خلکو سره ښې نه وې او ځايي اوسېدونکي ترې ماڼيجن و او پر اخلاقي فساد یې تورنول.