حزب اسلامي: له حکومت سره یوازې په ۵ مواردو کې اختلاف لرو

د حزب اسلامي استازي نن شنبه (اپرېل ۲۳مه) د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې دوی یواځې پر ۵ مواردو له حکومت سره د نظر اختلاف لري.

د هغه پر خبره، اوس د دوی خبرې اترې د همدغو اختلافاتو د حل په موخه روانې دي.

وروسته له هغه چې افغان حکومت پر وسله والو مخالفینو د سولې خبرو غږ وکړ، حزب اسلامي دې غږ ته مثبت ځواب وویل او څه باندې یوه میاشت کیږي، چې د حزب اسلامي استازی کابل کې د ملي یووالي د حکومت مشرانو او سولې عالي شورا سره خبرې کوي.

د حزب سلامي پلاوي یوه غړي محمد کریم امین نن شنبه (اپرېل ۲۳مه) خبري غونډې ته وویل، چې حکومت په مخکنیو خبرو کې ۲۵ ماده ییز هوکړه لیک جوړ کړ چې ۲۰ مورده یې منل شوي او پر ۵ نورو   یې لا هم اختلاف شته.

 ټاکنې، د حزب اسلامي ټولو بندیانو خوشې کول، هیواد ته د ټولو کډوالو راستنول او له هېواده د نړیوالو ځواکونو مهالویش جوړول هغه اختلافي موارد دي، چې د حزب اسلامي استازو په باور لا ډیرو خبرو ته اړتیا لري.

د امین پر وینا، له افغان حکومت سره د دغو اختلافونو د حل په موخه د حزب اسلامي دویمه ډله کابل ته راغلې.

د حزب اسلامي سیاسي شورا مشر غیرت بهیر غونډې ته وویل، چې هغوی سولې ته په مثبت ځواب ویلو سره خپل مسوولیت ادا کړ او حکومت باید د هغوی مثبت ځواب ته په منفي سترګه و نه ګوري.

د بهیر پر وینا، سولې ته د رسېدو له پاره باید په هیواد کې د جګړې عوامل له منځه یوړل شي.

هغه وايي، حزب اسلامي د سولې خبرو اترو په برخه کې ريښتینې ده او په دغه برخه کې یو جامع طرحه لري.

د غېرت بهیر پر خبره د دوی پلویان د سولې له پاره د هیڅ امتیاز غوښتونکي نه دي.

په همدې حال کې د حزب اسلامې د پلاوي یو بل غړي قاضي محمد حکیم حکیم وویل، دا خپل مسولیت ګڼي، چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي او دغه حزب څوکۍ او مقام نه غواړي، بلکې په هیواد کې سوله او هوساینه د دې ډلې د مشرانو غوښتنه ده.

له دې سره ټاکل شوې د حزب اسلامي دویم پلاوی، چې نن مازدګیر کابل ته راغلی بیګاته له ولسمشر سره د دغو اختلافي مواردو پر سر خبرې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام