جګړو په تېرو اتو میاشتو کې نږدې ۱۴۰۰ ولسي وګړي وژلي

په کابل کې مذهبي، کلتوري او علمي ځایونه زیاتره د داعش له‌خوا په نښه شوي دي، چې ولسي خلک په کې زیانمن شوي دي

د ولسي وګړیو خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وایي چې د ۲۰۱۷ کال په ورستیو ۸ میاشتو کې د دولتي ځواکونو او د دولت مخالفو وسله‌والو ډلو ترمنځ جنګ جګړو او چاودنو درنه مرګ‌و ژوبله پرېښې ده.

دغه ګروپ نن په کابل کې د ریپوټ خپرولو پرمهال وویل، د دولتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ډلو ترمنځ په جګړو او چاودنو کې ۱ زرو او ۳۷۲ ولسي خلک وژل او ۲ زره او ۳۶۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

ریپوټ ښکېلو غاړو ته د ولسي خلکو د مرګ‌وژوبلې د نسبتونو په اړه کاږي، د داعش ډلې په بمي او ځانمرګو بریدونو کې ۳۲۷ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۹۲۴ تنه ټپیان شوي دي.

د ریپوټ په بله برخه کې راغلي، د هوايي بریدونو په پایله کې ۲۲۹ ولسي وګړو ته مرګ‌وژبله اوښتې ده په دې ډله کې ۶۲ تنه د بهرنیو ځواکونو له لوري وژل شوي او ۱۶۷ کسان د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو بریدونو کې وژل شوي دي او  ټپيان شوي دي؛ د وژل شویو ډېره برخه  ښځې او ماشومان دي.

د ولسي خلګو د مرګ‌وژبلې بله برخه په طالبانو پورې نسبت ورکول شوی دی.

د دې ډلې موندنې څرګندوي چې د ولسي خلکو د مرګ‌و ژوبلې لامل په افغانستان کې د ښکېلو ډولو له لوري د جګره یزو قوانینو او اصولو نه مراعت کول دي.

د ولسي وګړو خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ غړي عزیزاحمد تسل خبري غونډې ته وویل چې دغه کسان په هوایې بمباریو، ځانمرګو بریدونو، موټربم او ماین چاودنو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په تېرو ۸ میاشتو کې ۶۲ ولسي خلک د بهرنیو ځواکونو د هوايي بمبارۍ په ترڅ کې وژل شوي

د ښاغلي تسل په وینا ډېره مرګ ژوبله په کابل، ننګرهار، هرات، غور، کندوز او هلمند ولایتونو کې رامنځته شوې چې کابل د نوملړ په سر کې راځای لري.

ریپوټ کاږي، په دغه موده کې په کابل کې مذهبي، کلتوري او علمي ځایونه زیاتره د داعش له‌خوا په نښه شوي دي، چې ولسي خلک په کې زیانمن شوي دي.

په همدې حال کې د ولسي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ په ریپوټ کې د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتل شوي چې د جګړو او عملیاتو پر وخت د ولسي وګړو مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.  

 دغه ګروپ وایي، دولت باید په افغانستان کې پراته بهرني ځواکونه هم پردې قانع کړي چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.

دغه راز د دې بنسټ بل غړي محمد عاطف وویل چې دغه بنسټ په افغانستان کې د ښکېلو خواوو دا ډول چلند له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بولي او د دې ترڅنګ دوی باید د شخړې پرمهال د ولسي وګړو د وژنې او هغو ځایونو له ویجاړولو ډډه وکړي چې د بشري حقونو او نړیوالو اسنادو ملاتړ لري.

دغه رپوټ داسی مهال خپریږی چې تردې وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون ځینو نورو بنسټونو هم د ولسي وګړو مرګ ژوبلې په اړه ریپوټونه خپاره کړي وو خو هر یوه د ولسي وګړو مرګ ژوبلی بېلابېلې شمېرې وړاندې کړې وې. 

د ولسي وګړو خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ له ښکېلو غاړو یوشمېر غوښتنې او وړاندیزونه هم درلودل.

د ریپوټ د موندنو پربنسټ یوازې ۱۶۷ ولسي خلک د بهرنیو او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو او بمباریو کې وژل شوي

له افغان حکومت یې غوښتي:

  • د وسله‌والو نښتو پرمهال ولسي وګړیو د خوندیتوب قانون تسوید او تصویب کړي.
  • د افغانستان ملي امنیت شورا دې ژرترژره د ولسي وګړو د مرګ‌و ژوبلې مخنیوي طرحې ملي  پالیسي چې د همدې بنست له لوري طرحه شوې عملي کړي.
  • حکومت دې خلکو ته ډاډ ورکړي چې د ولسي وګړو د مرګ‌و ژوبلې عاملین به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپاري او له حکومته یې یوشمېر نورې غوښتنې هم لرلې.

په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو غوښتنې:

  • د شخړې پرمهال د جګړې اصولو مراعتول.

د جګړې پرمهال دې د ولسي خلکو له وژنې او د هغو سیمو له بمبارۍ ډډه وکړي، چې د بشري حقونو د نړیوالو اسنادو ملاتړ ولري.

له طالبانو او داعش ډلې د دې ګروپ غوښتنې:

  • د ولسي وګړو له وژلو دې لاس واخلي او هغوی تاسې سره جګړه نه کوي.
به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام