د افغان ـ ترک ښوونځیو ریاست او زدهکوونکیو د کورنیو کمېټې جوزجان کې د افغان ـ ترک پر ښوونځي د امنیتي ځواکونو برید پر وړاندې غبرګون وښود.
امنیتي ځواکونو پرون (شنبې) شبرغان ښار کې د افغان ـ ترک ښوونځی کلابند کړ. یادو ځواکونو هڅه کوله چې د یاد ښوونځي ۳ ترکي ښوونکي ونیسي؛ خو د زدهکوونکیو کورنیو له توند غبرګون سره مخ شول.
د افغان ـ ترک ښوونځیو ریاست او زدهکوونکیو د کورنیو کمېټې نن یکشبنې په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د جوزجان والي او د پوهنې وزارت دغه اقدام غیرقانوني وباله.
دوی د نیول شویو زدهکوونکیو او ښوونکیو ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
د افغان ـ ترک ښوونځیو زده کوونکیو د کورنیو کمېټې مرستیال عبدالشکور دادرس وویل، د یادو ښوونځیو په اړه هېڅ غیرقانوني پرېکړه او اقدام نهمنو. نوموړي ټینګار وکړ، هغو کسانو ته باید سزا ورکړل شي چې جوزجان کې یې د افغان – ترک پر ښوونځي برید کړیدی.
دا نیوکې او غبرګونونه داسې مهال دي چې له دې مخکې د جوزجان والي ادعا کړې وه چې افغان ـ ترک ښوونځی او د هغه ښوونکي په دې ولایت کې غیرقانوني فعالیتونه کوي.
په همدې حال کې د افغان ـ ترک لېسې سرپرست احمدفواد حیدري هم د امنیتي ځواکونو له لوري پر یادو ښوونځیو برید غیرقانوني او له پوهنې وزارت سره د دوی د هوکړې خلاف بولي.
نوموړی وايي، د پوهنې وزارت او زموږ ترمنځ د شوي هوکړهلیک ۴۰ مې مادې لهمخې، په یادو ښوونځیو کې رامنځتهکېدونکي اختلافات باید د محکمې لهخوا حل شي؛ خو په وینا یې، امنیتي ځواکونو په جوزجان کې ورسره یواړخیز او غیرقانوني چلن کړیدی.
امنیتي ځواکونو پرون هڅه وکړه چې جوزجان کې د اوبهشیندونکي ماشین په وسیله د افغان ـ ترک ښوونځي زدهکوونکي له ودانۍ وباسي چې له امله یې څو کسان ټپیان شوي هم وو.
ویل کېږي، امنیتي ځواکونو جوزجان کې د افغان ـ ترک ښوونځي ځېنې زدهکونکي او ښوونکي نیولي دي.