جوزجان کې د ۱۲۰ سرتېرو کلابندي: داعشیان پرمختللې نښه ویشتونکې وسلې کاروي

د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان تورن اسماعیل وايي، په دې ولسوالۍ کې ۱۲۰ تنه امنیتي ځواکونه داعشیانو کلابند کړي دي او په پرمختللو لایزري وسلو یې په نښه کوي.

تورن اسماعیل خان سلام‌وطندار ته وویل چې امنیتي ځواکونه د خوړو، اوبو او مهماتو له کمښت سره مخ دي.

دی وايي، کلابندو شویو سرتېرو تراوسه مرسته رسېدلې نه ده او ټپيان په کوما حالت کې دي او د وژل شويو سرتېري جسدونه د زیات وخت په تېرېدو«ان خراب» شوي دي.

د جوزجان په درزاب کې له ۱۲۰ ډېر سرتېري کلابند شوي

دغه‌راز په درزاب کې ځېنې سرتېري هم د مرستندویه ځواکونو او خوړو، اوبو له نه رسېدو شکایت کوي.

د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي هم مني چې د درزاب امنیتي حالت، هلته د پرتو امنیتي ځواکونو له کنتروله وتلی دی.

د امنیت امر وايي، په درزاب کې ټولټال ۲۰۰ تنه ځواک لري او د دوی د ژغورنې له‌پاره باید سم لاسي مرسته وشي.

په همدې حال کې د جوزجان یوشمېر مدني فعالان سیمه‌ییز او حکومتي چارواکي ګرم بولي او وایي که حکومت په راتلونکیو ۱۲ ساعتونو کې مرستندویه ځواکونه درزاب ته ونه‌لېږي، ناورین به رامنځته شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام