یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې د جمعې شپې ناوخته دوو امریکايي چورلکو د جوزجان د درزاب ولسوالۍ مغول او سردرې سیمو کې عملیات کړي چې ۴ ملکيان او ۲ داعشیان یې وژلي او یوه فرانسوۍ داعشۍ ښځه یې له ځان سره وړې ده.
د سرچینې په وینا، دغې چورلکې د شپې ۱:۱۵ یادو کلیو کې ناسته کړې او سهار شاوخوا ۵ بجې بیرته الوتې ده.
دغه امنیتي سرچینه وايي، مغول او سردرې کلیو کې چې د داعشیانو مهم خوندي ځایونه پهکې دي؛ د څوو ساعتونو لهپاره ایتلافي ځواکونو د دغو چورلکو ناسته ورته د پوښتنې وړ خبره ده.
سرچینه زیاتوي، امکان شته چې امریکايي چورلکو دې د عملیاتو په پلمه وسلهوالو مخالفینو ته وسلې او مهمات لېږدولي وي.