د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په تېرې یوې اوونۍ کې د جوزجان – بلخ لویه لاره په جدي توګه ناامنه شوې او طالبانو له خلکو غوښتي چې پهدې لاره کې شته پوستې په بشپړه توګه تخریب کړي.
د جوزجان د اوسېدونکیو په خبره، طالبان د پلټنو پوستو په جوړولو سره د خلکو د لوړې بیې توکي او پیسې اخلي او ځېنې کسان له حکومته د ملاتړ په تور له ځان سره بیايي.
د جوز جان دوه تنه اوسېدونکي ازادبیک او بیتالله سلام وطندار ته د امنیتي وضعیت له خرابوالي شکایت کوي او ويي، د مزار او آقچې لارې ټولې پوستې په بشپړه توګه طالبانو نیولې دي او ترڅنګ یې د شبرغان وضعیت هم ګواښوونکی دی
دوی له امنیتي ارګانونو غوښتنه کوي چې د طالب او داعش په ځپلو سره ارامي راولي.
د جوزجان مرستیال والي عبدالرحمان محمودي د دې خبرو په تایید سره د لویې لارې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او زیاتوي چې نږدې ټولې له پوستې سره مخ دي او پاتې یې هم سقوطېږي.
خو دی ډاډ ورکوي چې مرکزي حکومت د جوزجان – بلخ په لویه لاره کې د نظامي عملیاتو د ترسره کولو هوډ لري.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز محمد شریف یفتلي چې نن د یو پلاوي په مشرۍ جوزجان ته تللی وايي چې ډېر ژر به د خلکو اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي.
د ښاغلي یفتلي په خبره، همدا اوس په بلخ کې پوځي عملیات روان دي او دغه عملیات به تر هغې روان وي چې د بلخ او جوزجان ټولې برخې پاکې شوي نه وي.
جوزجان ته د دفاع وزارت د لوی درستیز سفر پهداسې حال کې دی چې جګړه، ناڅرګندې وژنې او وسلهوالې غلاوې په جدي توګه د شبرغان ښار او د جوزجان په ولسواليو کې ډېرښت موندلی دی.