جلا‌ل‌اباد کې د کرېکټ په سیالیو کې چاودنې ۵۳ کسان وژلي او ټپيان کړي

په سپین غر کرېکټ لوبغالي کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د رمضان کپ په نوم د کرېکټ سیالۍ روانې وې.

چارواکي وايي، لومړۍ چاودنه د لوبغالي دننه کومېنټري باکس سره او دوه نورې د لوبغالي په دروازه کې د عامو خلکو په منځ کې شوي دي چې له امله ۸ تنه ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام‌وطندار ته وویل دا پېښه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکیو توکیو له امله رامنځته شوې ده.

د پېښې عیني شاهدان وايي، د کرېکټ د تېرې شپې لوبې نندارې ته ناست وو چې ناڅاپه کومینټري باکس سره نږدې چاودنه وشوه او تقریبا دوه دقیقې وروسته په دروازو کې چاودنې وشوې.

په دې چاودنو کې د کرېکټ لوبغاړو ته زیان نه دی اوښتی.

دغه‌راز د لوبې پرمهال د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی کریم صادق هم شته و؛ خو ورور یې د نوموړي د روغتیا ډاډ ورکړی.

لومړني معلومات

د شنبې پر شپه شاوخوا ۱۱ بجې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد کې د سپین غر په کرېکټ لوبغالي کې د چاودنو له امله ۸کسان ووژل شول او ۴۳ تنه نور ټپیان شول.

دا درې پرلپسې چاودنې د جلال‌اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند بهسودو پله ته څېرمه د سپین غر په کرېکټ لوبغالي کې داسې مهال شوي چې هلته د رمضان کپ په نوم د کرېکټ سیالۍ روانې وې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پېښې په تایید وویل، په وژل شویو کسانو کې د سیالیو برابروونکی هدایت‌الله زهیر او د لغمان ولایت د ښاروالۍ مرستیال ډاکټر نیکمل هم شامل دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب‌الله کاموال ویلي، د پېښې له ځایه جلال‌اباد حوزوي او یو بل خصوصي روغتون ته ۸ جسدونه او ۴۳ ټپیان وروړل شوي چې د ۷ ټپیانو روغتیایي حالت په کې نازک دی.

طالبانو رسنیو ته په یوې لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، په پېښه کې دوی لاس نه‌لري.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې چاودنو مسوولیت نه دی اخستی.

چارواکیو تراوسه د چاودنو نوعیت په اړه څه نه دي ویلي.

چارواکي وایي، ښایي د پېښې په اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېر کې بدولون راشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام