چارواکي وايي، نن شاوخوا ۱۱ نیمې بجې د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار کې د عامېروغتیا ریاست اړوند د قابلهګانو پر یو روزنیز مرکز وسلهوال برید شویدی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پېښو پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې برید د ښار درېیمې ناحیې کې د عامېروغتیا ریاست اړوند د قابلهګانو پر یو روزنیز مرکز شویدی.
خوږیاڼی وايي، د دې پېښې کره جزیات به وروسته شریک شي؛ خو وايي، له بریده مخکې ټولې قابلهګانې په خوندي ډول له سیمې ایستل شوېدي.
خو یوې د یوې باوري سرچې د معلوماتو لهمخې پهدې روزنیز مرکز کې ټول ۶۹ کسان وو چې ۵۷ یې معلوم ویستل شويدي.
د ده په وینا، د لومړۍ چاودنې څخه ۳ ملکي ټپیان حوزوي روغتون ته لېږل شوي.
د والي ویاند وايي، سیمې ته امنیتي ځواکونه ور رسېدلي او عملیات شروع شویدي.
یوې حکومتي سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دغه مرکز ته درې بریدګر دننه شوي؛ خو نور جزییات یې ورنهکړل.
د ننګرهار د عامېروغتیا ریاست ویاند انعامالله میاخېل د دې خبر پخلی کړی او منلې یې ده چې برید د دوی د ریاست اړوند د قابلهګانو پر یو روزنیز مرکز شویدی.
هغه په سملاسي ډول دې پېښه کې د اوښتې مرګژوبلې په اړه معلومات ورنهکړل.
سیمه کې عیني شاهدانو ویلي، پر دغه مرکز له بریده مخکې د چاودنو او اوس د ډزو غږونه اورېدل کېږي او د پېښې له ځایه لوګي هم پورته کېږي.
تر اوسه د دې بریدونو پړه کومې وسلهوالې ډلې نهده منلې.