جاکویک د انګلستان په کوربتوب د روان کال ټینس په وروستي ټورنمېنټ (ATP FINALS) کې د الماني لوبغاړي ۲۱ ایلکسنډرز زیوریف په وړاندې حیرانوونکې ماتې وخوړه چې پهدې سره دغه ۳۱ کلن لوبغاړی د شپږم ځل لهپاره پهدې سترو ټینس سیالیو کې د اتلولۍ له ګټلو محروم شو.
د فاینل او اتلولۍ جام بایللو سره ـ سره سربیایي نواک جاکویک له ټینس نړۍوال فدراسیون سره په زیاتو امتیازونو روان کال د لومړي مقاملرونکي ټينس لوبغاړي په توګه پای ته ورسولو.
روسیيالاصله الماني لوبغاړي زیوریف بیا د لومړي ځل لهپاره پهخپل ټنيتریخ کې ستره اتلولي وګټله چې په پایلوبې کې یې په پرلهپسې دوه سیټونو کې سربیایي نواک جاکویک ته ماتې ورکړه.
ایلکسنډر په سیالۍ کې لومړی سیټ ۶ د ۴ امتیازونو په وړاندې او دویم سیټ ۶ د ۳ امتیازونو په وړاندې وګټلو او د اتلولۍ جام ترڅنګ یې ۲ اعشاریه ۵ میلیونه ډالره جایزه هم ترلاسه کړه.
اتل زیوریف بیا د ټینس تاریخ لومړی لوبغاړی شو چې په (ATP FINALS) ټینس ټورنمېنټ کې د ټینس نړۍ دوه بهترینه لوبغاړي سربیایي نواک جاکویک او سویسي راجرفیډرر ته په فاینل او سیمي فاینل لوبو کې ماتې ورکوي.
د اتلولۍ په ګټلو سره زیوروف له ټینس نړۍوال فدراسیون سره امتیازونه هم ترلاسه کړل او په نړۍواله درجهبندۍ کې ۵م مقام ته ورسېد. دی د (ATP FINALS) له ګټلو سره له نواک جاکویک وروسته ځوان لوبغاړي شو چې د دې سیالیو اتلولي ګټي.
د تر ټولو ځوان ټینس لوبغاړي په توګه د (ATP FINALS) اتلولۍ جام ګټلو ریکارډ له نواک جاکویک سره دی چې په ۲۰۰۸ کال کې یې په ۲۰ کلنۍ کې اتلولي ګټلې وه.
زیوریف پهخپلو خبرو کې وویل چې بېحده خوشاله دی او دا یی د ټینس ژوند تر ټولو ستره اتلولي ده.
ایلیکسنډر زیوریف له ۱۹۹۵ کال وروسته په بوریس بیکر پسې لومړی المانی لوبغاړی شو چې د دې سترو ټینس سیالیو د اتلولۍ جام ګټي.
دغه راز له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د همدې (ATP FINALS) سیالیو اتل د ټینس نړۍ لومړي مقاموالا جاکویک بیا په خندا کې زیوروف ته مبارکي ورکړه او ورته یی وویل چې د ګروپي سیالیو په پرتله یې په فاینل کې غوره ټينس وکړ او د اتلولۍ حقدار دی.