جان کري: د افغانستان په ټاکنو کې زما مداخله د کورني جګړې مخه ونیوله

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي، چې که يې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې منځګړتوب نه وای کړای او دغه کړکېچ يې نه وای حل کړای، نو په دغه هېواد کې د کورني جنګونو د یو وار بیا تکرار احتمالات بیخي زیات شوي و.

نوموړي، چې د وروستي ځل له‌پاره په امریکا کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې ښکاره شو زیاته يې کړه، چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو کې د دوو مخکښو نوماندانو د جوړجاړي په موخه مداخله دغه هېواد يې له کړکېچه ژغورلی او پر وینا يې، ده ته د امریکا د بهرنيو چارو وزیر په توګه دا یوه لویه لاسته راوړنه وه.

په پام کې ده، چې په راتلونکو څو ورځو کې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسمي ډول د متحده ایالاتو جمهور رییس په توګه په کار پېل او ولسمشر اوباما ورته په سوله‌ییز ډول واک ولېږدوي.

نو له همدې امله د ولسمشر اوباما په ګډون د ده د ټيم ځينې لوړ پوړي چارواکي د وروستي ځل له‌پاره د یو سیاسي رسم په توګه خپلې ویناوې کوي.

جان‌کري په داسې حال کې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو د کړکېچ حل د خپلو لاسته راوړنو په کتار کې شمېري، چې اوس هم د ملي وحدت حکومت مشرانو (افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني او د حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله) ترمنځ د واک پر سر ناندرې پای ته نه‌دي رسېدلي.

کله چې د افغانستان ۹۳ کال ولسمشریزې دویم پړاو ټاکنې پای ته ورسېدې، نو د نتیجې اعلانولو وروسته د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ سخت جنجال رامنځ ته شو.

د همپالنې د ټيم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ادعا وکړه، چې په ټاکنو کې له ده سره درغلي شوې او باید دی ولسمشر شوي وای، خو د تحول او تداوم ټیم مشر ډاکټر اشرف غني بیا د پاکو او درغلیو رایو په بېلولو ټينګار کاوه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رايو شمېرنو له‌مخې اوسنی ولسمشر اشرف غني له خپل سیال شاوخوا دوه میلیونه رایې مخکې و.

د دوی ترمنځ داخلي خبرې اترې نتیجه ور نه‌کړه او لانجمنه او لویه مسئله څو میاشتې افغانستان د سخت کړکېچ سره مخ کړی و.

وروسته له هغه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان‌کري منځګړیتوب وکړ او دواړو ترمنځ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو، چې په نتیجه کې يې د "ملي وحدت حکومت" رامنځ ته شو.

له دې هر څه سره ـ سره یو شمېر سیاسي شنونکي او عام وګړي پر دغو مشرانو سختې نيوکې کوي او وايي، چې دوی یوازې د واک تږي دي او د ملت غم ورته زیات اهمیت نه‌لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام