جان ایف کمبل: افغان ځواکونه د وسله والو د ځپلو پوره توان لري

د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان ایف کمبل په هېواد کې د وسله والو طالبانو په خلاف د افغان امنیتي ځواکونو پوځي عملیاتو د ستاینې ترڅنګ يې زياته کړې، چې افغان ملي امنیتي ځواکونو په وروستيو عملیاتو کې خپلې وړتیاوې ثابتې کړې، چې دوی کولای شي وسله وال مخالفین په یواځې توګه و ځپي.

په هېواد کې کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان زياته کړه، چې افغان امنیتي ځواکونو له ترهګرو سره په جګړه کې خپل فوق العاده وړتیا او مهارت ښکاره کړ.

جنرال جان ایف کمبل نن دوشنبه ( ۲۰۱۵ زېږدیز/ جون ۱) له اجرايوي مشر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې د افغانستان په شمال او جنوب کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیاتو په هکله وویل، چې افغان امنيتي ځواکونه په یوازې توګه د هېواد په ګوټ ګوټ کې مخالفان ځپي او په وينا يې د افغان ځواکونو وروستي عملیات د دوی د فوق العاده وړتیاوو روښانې بېلګې په ګوته کولی شو.

نوموړي زياته کړه، چې دوی په روزنیز او مشورتي برخو کي د افغان ځواکونو ترڅنګ به خپل ماموریت ته دوام ورکوي.

ایف کمبل وویل، دی اوس باوري شوی، چې افغان ځواکونه د مخالفانو د ځپلو پوره توان لري.

اجرايوي مشرعبدالله عبدالله وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو له تېرو څو کلونو راهیسې له ترهګرو سره په مبارزې بوخت دي او په دغه موده کې یې زيات شمېر تروریستان هم وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو هم په دې وروستيو کې د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې سږکال په افغانستان کې ملکي تلفات بې ساری وو او د روان کال په لومړیو درېيو میاشتو کې د ملکي افغانانو د تلفاتو شمېر په تېرو ۱۴ کلونو کې د هیڅ ورته مودې له تلفاتو سره د پرتلې وړ نه دي.

په افغانستان کې د بهرنيو قواوو عمومي قومندان اجرایه رییس سره په خبرو کې وویل، چې باید د افغان ځواکونو وروستي پوځي عمليات نور هم وغځیږي، تر څو په هېواد کې د وسله والو د مقاومت ځایونه په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.

عبدالله وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه د هېواد ریښتونې ساتونکي دي او دغه ځواکونو دي، چې د خپل سر او وینې په بیه د خپلو هېواد والو امنیت خوندي کوي.

ده همدا راز زیاته کړه، چې افغان حکومت په دې لټه کې دی، چې امنیتي ځواکونه روزنې او تجهیز له اړخه پیاوړي کړي، څو په خپلواکه توګه د ټولو ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي.

کله چې بهرنيو ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پريکړه وکړه، نو طالبانو د دغې تشې څخه په استفادې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې يې ډله ییز بريدونه پېل کړل.

وروسته بیا راپورونه خپاره شول، چې طالبان غواړي د افغانستان ځينې ولسوالۍ او ان مهم ولایتونه تر خپلې ولکې لاندې راوړي، خو ليدل کيږي، چې د طالبانو د دغو بريدونو پر وړاندې افغان امنيتي ځواکونه هم د مقاومت په حالت کې دي، چې د راپورونو پر بنسټ وسله والو طالبانو ته د افغان ځواکونو وروستي عمليات درانه تلفات هم اړولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام