د هند په بیهار، جهارکند او مدهیه پردېش ایالتونو کې د تندر لوېدلو له امله ۷۴ تنه هندیان وژل شوي دي.
د دې هېواد د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې چارواکي وايي، چې هر کال د هند په بېلابېلو ایالاتونو کې شاوخوا ۲زره تنه د برېښنا او تندر لوېدلو له امله مرګ ژوبله ویني.
دغه پېښه پرون شپه ناوخته رامنځته شوې ده.
چارواکي وايي، چې د قربانیانو له کورنیو سره یې ۴۰۰ زره هندي روپۍ مرسته کړې ده.
د پېښې زیاتره وژل شوي کسان بزګران دي، چې په کرکیلو کې په کارونو بوخت وو.
د هند دغه ایالتونه چې د تندر لوېدلو له امله په کې مرګ ژوبله را منځته شوې ده، تېره اونۍ په کې شدید موسمي بارانونه ورېدل او بادونه لګېدل.
د بیهار د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د دې ایالت سویلي سیمې به په راتلونکو ۲۴ساعتونو د سختو بارانونو او بادونو شاهدوي.
په هند کې هر کال له جون میاشتې تر سپټمبر میاشت پورې موسمي بارانونه او بادونه وي.