
د روسیې د دفاع وزارت چارواکو تایید کړې، چې د دې هېواد ۱۵۴ توپولوف ډوله نظامي الوتکه په تور سمندر کې لوېدلې ده.
چارواکي وايي، چې الوتکه د ادلر در سوچي هوايي ډګرنه هوا ته له پورته کېدو ۲۰ دقیقې وروسته د رادار له څپې ترۍ تمه شوه.
په الوتکه کې ټولټال ۹۲ تنه وو.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کاناشنکوف ویلي، چې په الوتکه کې ۹ خبریالان، د الوتکې ۸ تنه خدمه او د الکساندروف د موسیقي ډلې غړي سپاره وو.
کاناشنکوف ویلي، چې د لوېدلې الوتکې ټوټې یې د سمندر په ۷۰ مترو ژورو اوبو کې موندلي دي.
د راپورونو پر بنسټ الوتکه د سوریې د لاذقیه ښار په لور الوتنه کړې وه او روسي نظامیان یې سوریې ته وړل.
ویل کېږي، چې د نوي میلادي کال په مناسبت د الکساندروف موسیقۍ ډله سوریې ته د روسیې نظامیانو له پاره د پروګرام کولو ته روانه وه.





