تر یوې اوونۍ به د نوم‌لیکنې ۱۱۲ مرکزونه پرانیستي وي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاندې شیما علم‌سروش سلام وطندار ته وویل چې تر یوې اوونۍ پورې به د ولسوالیو د شوراګانو نوماندانو نوم لړ بشپړ او خپور شي.

اغلې علم‌سروش زیاته کړه، په ۱۵۷ولسوالیو کې د ولسوالۍ شورا ته ښځینه نومانده نه‌شته او دغه راز، په ۳۷ ولسوالیو کې دې شورا ته هېچا ځان نه‌دی نومولی چې دې موضوع کمېسیون اندېښمن کړی‌دی.

د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاندې په وینا، په همدې دلیل په ۱۵۷ ولسوالیو کې ښځینه‌وو ته  وخت ورکړل شوی چې ځانونه د ولسوالیو شوراګانو ته ونوموي.

 دې دا هم وویل چې په ۲۰ ولایتونو کې په ټاکنو کې د ګډون په پار د چنګاښ تر ۲۷مې نېټې پورې د نوم‌لیکنې لړۍ وغځول شوه.

دا داسی مهال کې ده چې له‌دې مخکې هم د ټاکنو کمېسیون چارواکیو ویلي وو، په هغو سیمو کې چې د ځېنو لاملونو له‌مخې د رایورکوونکیو د نوم‌لیکنې لړۍ له ټا‌کلې نېټې ناوخته پیل شوې؛ دا بهیر وغځول شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام