تخار ولایت کې د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو دغه ولایت کې یو ډاکټر چې اکرام الدین باختري نومیږي، په یوې ۱۳ کلنۍ جلۍ د جنسي تېري په تور نیولی دی.
د دې ولایت د جنايي جرمونو امر مصدقالله مظفري وايي، پولیسو له دغه ډاکټر سره د همکارۍ په تور د دنیا بېګم په نوم یوه ښځه هم نیولې ده.
د تخار په پولیسو کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي سلاموطندار ته وايي، دنیا بېګم لومړۍ دغه ۱۳ کلنه جلۍ خپل کور ته بولې ده او وروسته له هغې د ولايتي روغتون ډاکټر درې ځلې جنسي تېری پرې کړی دی.
د دغې سرچینې په وینا، د جلۍ پلار لا له وړاندې د خپلې لورۍ نادرکۍ په اړه پولیسو ته اطلاع ورکړې وه.
ورته وخت کې د تخار د ښځو چارو رییسه رزمارا حواش وايي، هغوی قرباني شوې جلۍ امن خونې ته لېږلې او دوسیه یې هم د څېړنو لهپاره څارنوالۍ ته استول شوې ده.
د تخار ولایت د عامې روغتیا رییس حفیظالله صافی هم تاییدوي چې د ولایتي روغتون یو ډاکټر په یوې ماشومې جلۍ د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.