تخار کې طالبانو خلک کډه کولو ته اړ کړي

طالبانو د تخار کوکچې سیند شاوخوا اوسېدونکي اړ کړي چې د  دوی له لوري اېښودل شوي ځانګړي قوانین ومني یا دې هم کډه وکړي.

له یادو سیمو بې‌ځایه شوي کسان وايي، طالبانو ورباندې ځانګړي قوانین ايښې او ګڼ شمېر کورنۍ یې کډه کولو ته هم اړ کړي دي.

د تخار په دشت‌کلا ولسوالۍ کې یو زده‌کوونکی بشارت چې اوس له خپلې کورنۍ سره د تالقانو ښار ته راغلی وايي، حکومتي ماموران، ښوونکي، ځوانان او د دشت‌کلا نور اوسېدونکي د طالبانو له وېرې بې‌ځایه شوي دي.

طالبانو په دشت‌کلا ولسوالۍ کې داسې خبرتیا خپره کړې چې له مخې یې ښځې بازار ته د تګ او ځیرکو ټیلیفونونو کارولو اجازه نه‌لري، هېڅوک به ټلوېزیون نه‌ ګوري او ږیره به هم نه کلوي. د معلوماتو له مخې طالبانو  هغو کسانو ته چې ږیرې یې کلې کړي، ۲۴ ساعته وخت ورکړی چې د دوی ترولکې لاندې سیمو نه ووځي او دغه راز یې هغو ښځو ته هم جزا ورکړې چې بازار ته تللې وې.

په همدې حال کې د تخار ولایتي شورا رییس وفي‌الله  رحماني سلام‌وطندار ته وویل چې د کوکچې سیند شاوخوا سیمو کې د طالبانو پراخ حضور او جګړې، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړي چې د بې‌ځایه شویو کورنۍ شمېر هم ورځ تر بلې ډېرېږي.

بلخوا د تخار د والي ویاند جواد هجري که څه هم په‌دې ولایت کې د بې‌ځایه شویو کره شمېرې نه‌ښيي، خو وايي حکومت او مرستندویه بنسټونو له یوشمېر کورنیو سره مرستې کړي دي.

ینګي کلا، دشت‌کلا، خواجه بهاوالدین، درقد، خواجه‌غار او بهارک د تخار هغه ولسوالۍ دي چې د طالبان په‌کې حضور لري او ډېرې بې‌ځایه شوې کورنۍ هم د دشت‌کلا، خواجه‌غار او بهارک ولسوالیو اوسېدونکي دي او د طالبانو ډېره برخه شرطونه هم د تخار د دشت‌کلا ولسوالۍ پر اوسېدونکيو اېښودل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام