د تخار د عامې روغتیا ریاست کې د صحي برخې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلاموطندار ته وايي، یوه ۶۵ کلن سړي تېره شبه د دغه ولایت ولایتي روغتون کې د کوویډ ۱۹ ناروغانو د تجرید برخه کې د کرونا ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.
د سرچینې په وینا، دغه کس دوه شپې او ورځې د چاهاب ولسوالۍ روغتون کې هم تر مراقبت لاندې وو او د روغتیايي وضعیت تر خرابېدو وروسته د تخار ولایتي روغتون ته لېږدول شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې د مړه شوي کس د کرونا ناروغۍ د معایناتو پایله نن کابل څخه تخار ته رسېدلې ده.
دې سره د تخار یو شمېر اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، که دولت د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د تشخیص یو مرکز دغه ولایت کې رامنځ ته نه کړي، کرونا ویروس به تخار کې د انساني ناورین لامل شي.
ټول هېواد کې تراوسه په کرونا ویروس ۴۸۴ کسان اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، کرونا ویروس تراوسه ۱۵ کسان مړه کړي او ۳۲ نور بیا ترې روغ شوي دي.