د تخار ولایت په "ورسج" ولسوالۍ کې یو سړی د یوې کلیوالې نجلۍ سره د جنسي اړیکو په حال کې د کلي خلکو لهخوا له نیول کېدو وروسته بېرته پرې ډلهییز جنسي تېری او بیا يې په مقعد کې میخ هم ټک وهل کيږي.
د معلوماتو پر بنسټ، د نجلۍ سره دوه نارینه وي، خو یوه يې له هغې سره د جنسي اړيکو په حال کې نیول کيږي.
د تخار امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني سلاموطندار ته وویل، چې دغه دوه سړي له نجلۍ سره د جنسي اړیکو وروسته د پولیسو لهخوا نیول کيږي، خو د کلي خلک ترې غوښتنه کوي، چې دواړه دې خوشې کړي.
هغه زیاتوي، کله چې د قوماندانۍ څخه دغه دواړه خوشې کيږي، نو د کلي خلکو د یوه په مقعد کې میخ ټک وهي.
جوزجاني وايي، چې د دغو دوو نارینهو له ډلې یوه يې د نجلۍ سره د جنسي اړیکو په حال کې و، نه دواړه.
خو د هغه پر خبره، کلیوالو چې د یوه په مقعد کې میخ ټک وهلی، نو دا د قانون لهمخې " ظلم" دی.
د تخارامنیه قوماندان وايي، چې وروسته بیا د دغې کلي اوسیدونکو هغه نجلۍ هم دویم سړي ته په نکاح کړه.
د ورسج ولسوالۍ یو تن اوسيدونکی د محمددین په نوم سلاموطندار ته وویل، چې دغه دوه سړي د یادې ولسوالۍ د " قوندوز" سيمې اوسېدونکي دي.
د محمددین پر خبره، د کلي اوسيدونکو د نجلۍ سره له نکاح کوونکي سړي ۶ لکه افغانۍ هم اخیستي دي.